لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تر ایمان مزاري وروسته اسلام اباد پولیسو علي وزیر هم ونیولو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ د پاکستان د مرکزي پارلیمان پخوانی غړی علي وزیر په اسلام اباد کې وروسته تر هغې پولیسو نیولی چې د جمعې په ورځ یې د پي ټي ایم یوه جلسه کې په پوځ سختې نیوکې وکړې.

تر علي وزیر وړاندې د بشري حقونو وتلې فعاله اؤ قانون پوهه ایمان مزاري هم داسلام اباد پولیسو نیولې ده چا چې د پي ټي ایم د اسلام اباد جلسه کې دپوځ پرضد یوه سخته وینا کړې وه اؤ هغه یې ترهګرۍ کې په لاس لرنه تورن کړی ؤ.

د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې د اسلام اباد د ترنول تاڼې پولیسو پاکستاني رسنیو ته د علي وزیر د نیول کېدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې هغه د سرکار په کار کې دمداخلې کولو له امله نیول شوی دی خو نه یې دي ویلي چې علي وزیر څه رقم مداخله کړې ده؟

تر نیول کېدو یوه ورځ وړاندې اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا راجوړې شوې جلسې ته خپله وینا کې علي وزیر، منظور پښتین اؤ ایمان مزاري په پوځ کلکې نیوکې کړې وې اؤ هغوي یې د ترهګرو په سرپرستۍ، دخلکو په جبري لادرکیو اؤ دبشري حقونو په سړغړونو تورن کړي وؤ.

د علي وزیر له ګرفتارۍ یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ویلي وؤ د پي ټي ایم سره یې بریالۍ خبرې شوې دي اؤ د پي ټي‌ ایم د ټولو بندي کسانو د خوشې کولو امر یې کړی دی.

د داخله وزیر داعلان سره سم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دعوه کړې وه چې داسلام اباد جلسې ته روان دهغه د تحریک تر 1000 زیات نور فعالین هم پولیسو نیولي دي.

علي وزیر تر دې مخکې هم وخت په وخت پولیسو په بیلابیلو مقدمو کې نیولی اؤ زندان ته یې اچولی دی.

هغه سږ کال د فرورۍ په 14مه نیټه د څه باندې دوه کاله بند وروسته د کراچۍ د مرکزي زندان څخه خوشی شوی و.

خو نوموړی د جون په 19مه د شمالي وزيرستان سروبي سيمې نه یو ځل بیا هغه وخت ګرفتار کړل شوی کله چې يې د بجټ غونډې لپاره د اسلام اباد سفر کولو.

په هغه موقع د ميرانشا د پوليس سټېشن مشر ابراهيم خان ډيوه ته ويلي وؤ چې علي وزير ورته په دوو مقدمو کې مطلوب وو خو له ګرفتارۍ وروسته علي وزیر بیا عدالت په ضمانت خوشې کړی ؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG