لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير په جسماني ريمانډ پوليس ته ورکړی شوی، ايمان مزاري جېل ته لېږل شوې


علي وزير، ايمان مزاري
علي وزير، ايمان مزاري

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د دوه ورځو په جسماني ريمانډ د اسلام اباد پوليسو ته ورکړی شوی او قانون پوهه فعاله ايمان مزاري د 12 ورځو دپاره جوډيشل جېل ته لېږل شوې ده. مزاري د پاکستان د بشري حقونو د پخوانۍ وزیرې شيرين مزاري لور ده.

علي وزير او ايمان مزاري په اسلام اباد کې د پي ټي اېم د 18مې نېټې د جلسې وروسته د خالي او اتوار په مينځنۍ شپه کې نيول شوي وو.

د اسلام اباد پوليسو پرون د اتوار په ورځ د علي وزير او ايمان مزاري نيول تاييد کړي او ويلي يې وو دواړه تورن اسلام اباد پوليسو ته د تفتيش دپاره پکار وو او قانوني کارروايي په عمل کې راوستل شوې ده.

دواړه پرون د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشن جج د عدالت ډيوټي جج احتشام عالم عدالت ته وړاندې کړل شوي وو.

په اول کې د دواړو ضد د يوې مقدمې خبر مخې ته راغلی چې دوی د اجازت اخستو پرته جلسه کړې او غټ سړک یې بند کړی وو. د یادې مقدمې کاپي په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې ورکې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين او ګڼو کسانو نومونه ليکل شوي وو.

خو پي ټي اېم د جلسې نه وړاندې ويلي وو په اسلام اباد کې یې د جلسې دپاره خواست کړی او بيا یې د نګران وزیر داخله سرفراز بګټي سره خبرې شوې او هغه ورته د سپريم کورټ مخې ته د جلسې کولو په ځای په ترنول کې د جلسې کولو اجازه ورکړې وه.

سرفراز بګټي د پي ټي اېم د مشرانو سره د خبرو تاييد کړی او د نيول شوو غړو د خوشي کولو یې ویلي وو.

پي ټي اېم د ترنول څخه جلسه د سپريم کورټ مخې ته بوتله خو په کشمير هایی وی ورته کنټېنرې اېښودل شوې او جلسه هم بيا په دغه ځای شوې او ياد غټ سړک داړو خواو ته بند شوی وو.

پرون ويل شوي عدالت په ياده مقدمه کې دواړه نيول شوي د يوې يوې ورځې په ريمانډ پوليسو ته ورکړي دي.

خو وروسته بيا ویل شوي د دوی ضد يوه بله مقدمه د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې درج شوې او په هغې مقدمه کې عدالت، علي وزیر پوليسو ته د دوه ورځو په جسماني ريمانډ او ايمان مزاري د 12 ورځو دپاره جوډيشل جېل ته لېږلې ده.

ويل شوي په ياده مقدمه کې په دوی تور لګول شوی د رياستي ادارو، پوځ او چارواکو ضد بغاوت، او ويرې خورولو ويناګانې یې کړي، د پوځ او ادارو ضد یې نعرې وهلي دي.

په مقدمه کې منظور پشتين هم نومول شوی دی.

د نيول کېدو وروسته د ايمان مزاري مور شيرين مزاري دعوه کړې د شپې په مهال یې پوليس په کور ورغلي د کور دروازه یې ماته کړې او بې د وارنټه یې د هغې لور نيولې دوی ځورولي وو.

خو د اسلام اباد پوليسو دغه تور ته ځواب نه دی ویلی.

د مزاري د خوشي کولو دپاره په ټولنيزو رسنيو غږ پورته شوی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ايمان مزاري نيول غندلي او په سمدستي ډول د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تېر ماسخوتن ويلي په اسلام اباد کې د علي وزير او ايمان مزاري نه علاوه د غورځنګ نور غړي هم نيول شوي او په ډېره اسماعيل خان کې هم ځينې کسان نيول شوي دي.

هغه ويلي، دوی له دې وړاندې هم د سختو حالاتو نه تېر شوي خو ويل غواړي چې د خپلې پرامنه مزاحمتي مبارزې څخه به په شا نه شي د غړو خوشي کولو دپاره د قانون سره، زر يوه کلکه تګلاره اعلان کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG