لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شکيل اپريدي قضيه به بيا په فاټا ټربيونل کې اورېدل کيږي


د فاټا ټربيونل د فعاله کولو د اعلاميې وروسته وکیلان يا قانون پوهان وايي، د القاعده د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په نيولو کې او د وسله والو ډلو سره په مرسته تورن د ډاکټر شکيل اپريدي قضيه به بيرته په فاټا ټربيونل کې اورېدل کيږي.

د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معالومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي آی اې سره په مرسته کولو تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجنټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قېد سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا 23 کالو ته راکمه کړل شوې وه.

د ډاکټر شکيل اپريدي د وکيلانو په وينا د کال 2014 راهیسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټربيونل کې د ځنډ ښکار وو او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه نو دا مقدمه هم د پېښور هايکورټ ته منتقل کړل شوې وه.

د خېبر پښتونخوا حکومت د جولايي په 17مه د پخوانۍ فاټا، فاټا ټربيونل د بيا جوړېدو اعلاميه جاري کړې وه، فاټا تړېبيونل هغه وخت فعاله وو چې قبايلي ضلعې د خېبر پښتونخوا برخه نه وې جوړې او د ايف سي ار قانون په ځای وو.

قانون پوهان وايي، فاټا ټریبيونل د لږې مودې او د څو قضیو د پاره بيا جوړ کړی شوی يا فعاله کړی شوی دی.

د پېښور هايکورټ درې کسيزه بنچ د مارچ په مياشت کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال پريکړه کړې وه چې د فاټا ټربيونل دې بيا فعاله کړی شي.

په یاده مقدمه کې وکیل سجيد اپريدی وايي "زما په خيال د 100 پورې کېسونه رايوځايي کړل شوي دي، په دې ټولو کې يو فېصله وشوه چې کوم کېسونه د فاټا ټربيونل نه راغلي دي، او هغه له تر اوسه نه دي فېصله شوي، هغه به فاټا ټربيونل ته واپس کيږې، کوم چې د ټربيونل نه راغلي وو او هايکورټ فېصله کړي نو هغه کېسونه بيا ټريبيونل ته نه شي تللی".

وکيل سجيد اپريدی وايي دا د يو کېس مقدمه وه چې ورسره نور دې سره تړلې يو شان قضیې هم ټربيونل ته د وړلو ويل شوي دي.

د نوموړي په خبره په دغو قضيو کې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې او د وسله والو ډلو سره په مرسته تورن د ډاکټر شکيل اپريدي کېس هم شامل دی.

سجيد اپريدی وايي که چرته د شکيل ايريدي قضيه په هايکورټ کې اوريدل کېدی نو امکان وو چې تر اوسه د جېل نه خوشی شوی وی.

"شکيل افريدي د وړاندې نه لس کاله جېل بېلا بيلو مقدمو کې تېر کړی دی، که عدالت فقط دا ويلي وي چې د کنزيکټو نه دا سزا مونږ کنکرټ کوو نو دا سزا به ختمه شوی وی".

فاټا ټربيونل د درېو کالو دپاره د مخصوصو مقدمو دپاره بيا جوړ کړی شوی دی. وکيلان وايي دې کېسونو فېصله کېدو پس به د دې قانوني حثيت ختم شي.

قانون پوهه وکيل طارق افغان وايي "د ټربيونل جوړېدو کې به وخت لږي، خو که زر هم جوړ شي او دوي ته حواله کړی شوې مقدمې ټربيونل کې فېصله کړل شي نو دا ټربيونل به هم ختم شي او د وړاندې نه چې کوم عدالتي نظام روان دی هغه به جاري وي".

په قبايلي ضلعو کې د انضمام نه وړاندې به ټولې پريکړې د اېف سي ار قانون لاندې کېدې، زياتره اختيار پوليټيکل انتظاميي او جرګو په لاسو کې وو.

ځايي خلکو به اېف سي ار د تور قانون په نوم يادولو او وويل به يي چې دوي ته د قانون، اپيل او دليل حق نه وو ترلاسه. خو په کال 2018م کې د اييني ترميم د لارې دغه قانون ختم کړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG