داعش ترهګرې ډلې اوس په عراق کې خپل مخکینی اثر بایللی دی خو د امریکې د پوځ یو افسر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د داعش پاته وسلوال لا هم د شام د ځینو برخو په ګډون هغو سیمو ته خطر دي چې د امریکا په مشرۍ د اتحاد تر واک لاندې نه دي.
خو بل لور ته سیاسي څېړونکي بیا داسې ګڼي چې داعش ډله په افریقا او اېشیا کې د پراخېدو په حال کې ده. داعش خراسان ډلې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د سترو بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.
مېجر جنرل مېتیو میک فارلین په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ګډ ټاسک فورس د عملیاتو ذمه واري پر غاړه لري، هغه په دې هېواد کې د داعش ډلې وسلوالو ته د ماتې ورکولو او د دوی د بیا را پاڅېدو د مخنیوي لپاره کار کوي.
جنرل میک فارلین په روانه میاشت کې خبریالانو ته په یوه آنلاین غونډه کې وویل، داعش یا اسلامي دولت ډله نور پر هیڅ سیمه کنټرول نه لري، وایي مشران او جنګیالي یې بایللي او د پخوا په نسبت لږ بریدونه کوي.
ښاغلي میک فارلین ویلي چې د دې وسلوالې ډلې فعالیتونه د تېر 2022م کال په نسبت سږ کال 65 فیصده کم شوي دي:
"دوی [داعش وسلوال] د کمزورۍ خواته روان دي. ویل کېږي اوس هم هلته توندروه جنګیالي شته چې د بیا را پورته کېدو او خلاف جوړولو ارمان لري، خو موږ له خپلو عراقي همکارانو سره [د هغوی د ځپلو لپاره] له نیژدې کار کوو."
میک فارلین وویل امریکا او عراق له یو بل سره استخباراتي معلومات شریکوي او دا ډاډ تر لاسه کوي چې څنګه کولای شي د داعش د بیا ممکنه پاڅون یا ګواښونو مخه ونیسي.
دغه امریکایي پوځي افسر تایید کړه چې په عراق او شام کې اوس هم د داعش ډلې خطر په بشپړه توګه ختم شوی نه دی.
میک فارلین وویل دوی د اوږدې مودې لپاره کېدونکو هڅو باندې هم بوخت دي چې وایي په هغوی کې خپلو کورونو ته د عراق د داخلي بې ځایه شویو خلکو او د شام په زندانونو کې د داعش د بندیانو بیرته ستنېدل دي.
د واشنګټن د بروکینګز انسټیټیوټ یو څېړونکي سټیون هېډمین وي او اې ته وویل چې میک فارلین په دې وخت کې د داعش ډلې په اړه "ډېره مناسبه ارزونه" کړې ده.
خو ښاغلي هېډمین د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ ته اشاره وکړه چې وايي د داعش ډله اوس هم په عراق او شام کې د 5000 او 7000 تر منځ جنګیالي لري. هیډمن وویل:
"یقیناً داسې هیڅ احساس نه شته چې موږ د داعش خلاف عملیات د بشپړ شوي مِشن په توګه اعلان کړو، دا د داعش په کمزوري کولو کې ډېر مهم رول تر سره کوي، خو پر دې برسېره هم داعش دا وړتیا لري چې د شام په ختیځ او د عراق په شمال لوېدیځ کې ناامنۍ ته دوام ورکړي".
په جنوبي افریقا کې مېشت څېړونکي مارټین ایوي په افریقا کې د ترهګرۍ د ډېرېدونکي خطر خبرداری ورکړی چې داعش ډله یې په 20 هېوادونو کې فعاله ده. هغه وایي کېدای شي دا براعظم یا لویه وچه د "خلافت د راتلونکي" استازیتوب وکړي.
د واشنګټن په نیولاینز انسټیټیوټ کې څېړونکي نیکولاس هیراس وي او اې ته وویل چې داعش ډله اوس په منځني ختیځ کې په لنډمهالې توګه غیرفعاله شوې ده، خو وایي په منځنۍ اېشیا او افریقا کې بیا را ژوندۍ کېږي او غوړېږي.
نیکولاس هیراس وایي داعش ډلې په نړیواله کچه په منځنۍ اېشیا کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ودې موقع موندلې، خو وایي هڅه کوي پاکستان، ازبکستان، تاجکستان ته هم وغزېږي او په هند کې هم د مذهبي شخړو له زیاتېدو ګټه واخلي.
Forum