پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ليدلي، او ښاغلي کاکړ ويلي، "پاکستان د امریکا سره د تجارت، پانګونې، توانايۍ، امنيت او چاپيريال ترڅنګ په مهمو برخو کې د دوه اړخيزه مرستو ودې ورکولو ته لېواله دی".
پاکستان کې د امریکا سفارتخانې د سفير ډونلډ بلوم له قوله ویلي، "امریکا د پاکستان سره د اړيکو پياوړي کولو، پاکستان کې د ازادو او رڼو ټاکنو ملاتړ او په ګډه د کار کولو عزم څرګندوي".
هغه ویلي، "امریکا په راتلونکې کې د امریکا او پاکستان د ګرين الاينس د لارې د کار کولو، د مذهبي لږکيو د خوندي توب د ډاډ ورکولو، اقتصادي ثبات او نړیواليې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د کار جاري ساتلو خواهش لري".
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د وزیراعظم دفتر ویلي، امریکايي سفير نګران وزيراعظم ته د وزيراعظم په څوکۍ سبمالولو اومبارکي ورکړې او د پاکستان د اقتصادي او پرمختيايي ايجنډې د ملاتړ څرګندونه یې کړې ده.
ويل شوي "وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيکو او په اوسني مثبت رفتار اطمينان څرګند کړی او د تجارت، پانګونو، توانايۍ، امنيت، موسمي بدلون يا چاپيریال ترڅنګ یې په مهمو برخو کې د دو اړخيزه مرستو پياوړې کولو په حواله د حکومت ليوالتيا ښکاره کړې ده".
وزیراعظم زياته کړې، د نګران حکومت بنيادي زمه واري ده چې په انتخابي عمل کې د الېکشن کمېشن مرسته وکړي او په جمهوري طريقې سره د واک د انتقال په حواله اييني تسلسل په ځای وساتي.
نوموړي د پاکستان د اقتصاد پياوړي کولو دپاره د امریکا کردار ستايلی دی.
له دې وړاندې پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ويلي وو، ډونلډ بلوم د پاکستان د چیف الېکشن کمیشنر سکندر سلطان راجه سره هم ليدلي وو.
ويل شوي وو د زیارت په ورځ ليدنه کې امریکايي سفير د پاکستان چیف الېکشن کمشنر ته، "پاکستان کې د ايين او قانون لاندې د ازادو او منصفانه انتخاباتو کولو په لړ کې د امريکا د ملاتړ باور ورکړی" وو.
امريکايي سفير ټينګار کړی وو، "د پاکستان د راتلونکې مشرتابه ټاکل د پاکستان د ولس کار دی".
هغه عزم څرګند کړی، د امریکې او پاکستان د اړيکو پراخولو دپاره به د پاکستان د منتخب استازو سره په ګډه کار کوي
Forum