لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې سږ کال تر یو لک زیات کسان ډېنګي تبې نیولي او تر اوسه 537 تنه ترې مړه شوي دي


په بنګله دېش کې د پشکال د بارانونو له کبله د ډېرې ابادۍ سیمې اغېزمنې شوې او د ډېنګي تبې ناروغان پکې ورځ په ورځ زیاتېږي، په روان کال کې د ډېنګي د ناروغانو شمېر تر پینځه سوه زیات شوی دی.

په پاکستان کې هم هر کال ډېنګي تبه خپرېږي، په اسلام اباد کې د روغتیا د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د 2022م کا د جنورۍ له لومړۍ د ستمبر تر 27مې په دې هېواد کې د ډېنګي پېښې ریکارډ شوې او 62 کسان ترې مړه شوي وو.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د یو رپوټ له مخې د ډېنګي ناروغۍ زیاتې پېښې د مسلسلو ناڅاپي ګڼو بارانونو، د تودخې د زیاتوالي او زیات لندبل له کبله کېږي، ځکه چې وایي د داسې موسم په نتیجه کې په ټول بنګله دېش کې ماشې زیاتې شوې دي.

د بنګله دېش د «نیو اېج» ورځپاڼې د خبر له مخې د جمعې له سهاره بیا د شنبې-خالي تر سهاره په څلرویشتو ګنټو کې نور نهه تنه مړه شوي چې وایي له دې سره سږ کال له ډېنګي ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر 537 تنو ته ورسېد.

د دې هېواد د روغتیا مرکزي اداره ډي جي ایچ ایس وایي، په تېرو دوو ورځو کې نور 1,960 کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، چې وایي په هغوی کې 833 تنه د پایتخت ډاکه په روغتونونو کې او پاته په نورو ښارونو کې داخل کړی شوي‌ دي.

ورځپاڼه د روغتیا د مرکزي ادارې په حواله وایي‌ چې سږ کال یې په هېواد کې د ډېنګې تبې یو لک 12,184 پېښې ریکارډ کړې دي، وایي په هغوی کې یو لک 3,411 تنه بیرته روغ شوي دي.

څېړونکي او د عامې روغتیا ماهرین وایي په بنګله دېش کې د ډېنګي تبې د ناروغانو کره شمېر تر هغه څو چنده زیات دی چې حکومت یې له رسنیو سره شریکوي.

د بنګله دېش د روغتیا اداره وایي د ډېنګي په ټولو مثبتو پېښو کې 42,317 ښځینه او 69,867 نارینه دي، وایي له دې ناروغۍ 310 ښځې او 227 نارینه مړه شوي دي.

په بنګله دېش کې د ډېنګي ناروغي لومړی ځل درویشت کاله مخکې په 2000م کال کې خپره شوې وه، خو سږ کال تر ټولو مرګونې بلل شوې ده.

په 2018م کال کې په دې هېواد کې له ډېنګي تبې 26 تنه، په 2019م کال کې 164، په 2021م کال کې 105 او په تېر 2022م کال کې ترې 281 کسان مړه شوي وو.

د پشکال په موسم کې په بنګله دېش کې ډېنګي تبه بیا بیا خپرېږي، خو د سږ کال دا وبا زیاته شدیده وه، چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې په برابره توګه زیات خلک پرې اخته شوي دي.

طبي ماهرین وایي د ډېنګي تبې نخښې د عامې فلو په شان وي او اکثر خلک ترې جوړ شي خو کله کله ترې د انسان په بدن کې دننه وینه شروع شي،‌ غړي یې کار پرېږدي او ترې مړ شي.

که څه هم ډېنګي څه ځانګړی علاج نه لري خو د دې ناروغۍ خلاف وېکسین شته. له بنګله دېش پرته په سایپرس او د لاتینې امریکې په بولیویا هېواد کې هم سږ کال د ډېنګي وبا خپره شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG