لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سختو امنیتي انتظاماتو کې نن د پښتونخوا په 21 ضلعو کې ضمني بلدیاتي انتخابات کیږي


د خېبر پښتونخوا په 21 ضلعو کې نن د اتوار په ورځ ضمني بلدیاتي یا د ښاروالۍ انتخابات کیږي چې پکې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو امیدواران میدان ته راوتلي دي.

په پېښور، نوښار، چارسدہ، خېبر، مردان، کوهاټ، بنو، لکي مروت ، ډیره اسماعیل خان، ټانک، ایبټ اباد، هري پور، مانسهرہ، بټګرام، تورغر، سوات، شانګله، ملاکنډ، بر دیر ، کوز دیر اؤ باجوړ کې کېدونکو دې انتخاباتو کې به په مجموعي توګه 3 لکه 85 زره 8 سوه اؤ 35 رایې ورکوونکي خپل استازي ټاکي.

دا انتخابات په داسې وخت کې کیږي چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده.

د څېړنیزې ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي.

د امنیتي ادارو اؤ ځایي انتظامیو له لوري نن د کیدونکو ضمني انتخاباتو په مهال د رایې ورکولو په ټولو 256 مرکزونو کې 159 زیات حساس،84 حساس اؤ 13 عادي ګرځول شوي دي.

دانتخاباتو په مهال د رایې ورکولو په مرکزونو اؤ خوا و شا سیمو کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي اؤ د حساس پولنګ اسټیشنو مخې ته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه ودرول شوي دي.

د الیکشن کمیشن له مخې د ځایي استازو دې ټاکنو لپاره ټول 256 د رایې ورکولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

په رایې ورکوونکو کې د سړو شمیره 2 لکه 8 زره 9 سوه اؤ 64 ده اؤ د ښځو شمیره 1 لک 76 زره اؤ 8 سوه 71 ښودل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG