لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: سول انجنیر جمشید داوړ په هدفي برید کې وژل شوی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې په یوه نوې پېښه کې د کميونيکيشن اينډ ورکس (سي اینډ ډبلیو) محکمې یو سول انجنئیر د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیو ته ویلي دا پېښه د دوشنبې یا ګل په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې مخې ته راغلې ده.

سرچینې وایي په میر علي بازار کې د کميونيکيشن اينډ ورکس محکمې په سول انجنیر جمشید داوړ نامعلومو وسله والو ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

سرچینې وایي له پېښې وروسته وژونکي په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو دپېښې پېښې پلټنې پیل کړي خو په سمدستي توګه یې د چا پرضد مقدمه نه ده درج کړې اؤ نه یې هم ددې پېښې په تړاؤ څوک نیولي دي.

د سرچینو په وینا جمشید داوړ د شمالي وزیرستان د عیدک سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ هغه دچا سره دښمني نه لرله ځکه یې کورنۍ تر اوسه په چا ددې پېښې دعوه نه ده کړې .

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اؤ ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر ښاغلي محسن داوړ د جمشید داوړ د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ په ټولنیزه رسنۍ ایکس (پخواني ټویټر) یې لیکلي چې په سیمه مسلط کړل شوي د ترهګرۍ نوي بهیر کې ورځ تر بلې شدت پیدا کیږي خو چارواکو پرې ځان ناجاڼه کړی دی.

د صوبایي پارلیمان پخواني غړي میر کلام وزیر هم دا پېښه غندلې اؤ په ایکس رسنۍ یې لیکلي:

"د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن(پرون) د نامعلومو کسانو لخوا انجینر جمشید داوړ په ډزو وژل شوی دی اؤ حافظ نعمت الله چې څو ورځې وړاندې په تپه کلي کې د نامعلومو کسانو له خوا ټپي شوی و، نن د ټپونو له امله ساه ورکړه".

تر دې وړاندې د اګست په 11مه شمالي وزیرستان د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په عیدک سیمه کې د یوتهـ اف وزیرستان یا د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم د وژل شوي مشر وقار داوړ پلار او د ټیليفون ایکسچینج اپریټر زربت خان هم دنامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی ؤ.

وقار داوړ د تیر کال د جون په 19مه د میر علي په حیدر خېل سیمه کې سره د درېوؤ نورو ملګرو سنید داوړ، اسد داوړ او عماد داوړ وژل شوي وو .

د پي ټي ایم یو سیمه ییز فعال ارشاد قرار وي او ای ډیوه ته ویلي د ضرب عضب عملیاتو وروسته شمالي وزيرستان کې تر 550 نه زيات کسان د پاکستان د زرګونو پوځيانو په موجودګي کې وژل شوي.

هغه وایي دا هدفي وژنې په داسې حال کې کیږي چې د وزيرستان هر کلي کې قدم په قدم چيک پوسټ دی بیا وسله وال ښه ازاد ګرځي عام ولس وژني خو تر دې مهاله په دغه پېښو کې یو کس نه دی نیول شوی.

په شمالي وزیرستان اؤ نورو قبایلي ضلعو کې د هدفي وژنو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو بریدونه هم دوامداره دي چې په دې بریدونو کې د ګڼ شمیر عسکرو تر څنګ دسیمې یو شمیر مخور مشران ،سیاسي فعالین اؤ تولنیز شخصیات وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG