لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ایم علي وزیر ته د شوؤ ګواښونو پرضد کوټه، پېښور اؤ کراچۍ کې د احتجاجونو اعلان کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ د ستمبر په وړومبۍ د غدارۍ مقدمه کې بندي د پاکستان د مرکزي پارلیمان پخواني غړي اؤ د پي ټي ایم مخکښ مشر علي وزیر ته زندان کې د شوؤ ګواښونو پرضد پېښور،کراچۍ اؤ کوټه کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د نهې/سې شنبې په ورځ خپل یو ټویټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تور لګولی چې پاکستاني ادارو په علي وزیر ته ویلي که هغوي دی همدا اوس ووژني نو هیڅوک به یې د پوښتنې نه وي.

ښاغلي پښتین په ایکس (پخوانۍ ټویټر) رسنۍ لیکلي "د ستمبر په وړومبۍ نیټه به مونږ کوټه،پېښور اؤ کراچۍ کې سړکونو ته اوځو اؤ تاسو ته به په چغه ووایو چې مونږ دعلي وزیر په ګډون د هر پښتون د درد تپوس کوونکي یو"

علي وزیر د 18م او 19م اګست په مینځ شپه کې وروسته له هغې د اسلام اباد پولیسو نیولی و چې د اسلام اباد ترڅنګ یې په ترنول سیمه کې د پي ټي ایم یوې جلسې ته د وینا په مهال دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي ادارو کلکې نیوکې وکړې اؤ هغوي یې دپښتنو خاوره کې په روانه بدامنۍ تورن کړل.

د علي وزیر په ضد يوه مقدمه د اسلام اباد په ترنول تاڼه کې او بله د سي ټي ډي په تاڼه کې درج شوې وه.

د علي وزیر وکیل اېمل خان مندوخېل د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته تېره ورځ ویلي ته ، د سي ټي ډي په مقدمه کې دعلي وزیر ضمانت منظور شوی، خو د ترنول تاڼې په مقدمه کې به یې د ضمانت په خواست فېصله د اګست په 30مه نېټه کولی شي.

د علي وزیر په ضد درج مقدمه کې په هغه تور لګول شوی چې د رياستي ادارو، پوځ او چارواکو ضد بغاوت، او ويرې خورولو ويناګانې یې کړي، د پوځ او ادارو ضد یې نعرې وهلي دي. په مقدمه کې منظور پشتين هم نومول شوی دی.

تېره اوونۍ دپاکستان یو وتلي خبریال اسد طور پخپل ویلاګ کې ویلي وؤ،علي وزیر سره په زندان کې بده رویه شوې ده اؤ د ادارو کسانو ورته ویلي که هغوي دی(علي وزیر) همدا اوس ووژني نو هیڅوک یې ترې پوښتنه نه شي کولی.

دپاکستان امنیتي ادارو لا دې تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

علي وزیر تر دې مخکې هم وخت په وخت پولیسو په بیلابیلو مقدمو کې نیولی اؤ زندان ته یې اچولی ؤ.

هغه سږ کال د فرورۍ په 14مه نیټه د څه باندې دوه کاله بند وروسته د کراچۍ د مرکزي زندان څخه خوشی شوی و.

خو نوموړی د جون په 19مه د شمالي وزيرستان سروبي سيمې نه یو ځل بیا هغه وخت ګرفتار کړل شوی ؤ کله چې يې د بجټ غونډې لپاره د اسلام اباد سفر کولو.

په هغه موقع د ميرانشا د پوليس سټېشن مشر ابراهيم خان ډيوه ته ويلي وؤ چې علي وزير ورته په دوو مقدمو کې مطلوب وو خو له ګرفتارۍ وروسته علي وزیر بیا عدالت په ضمانت خوشې کړی ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG