یو نړیوال رپوټ وایي د پاکستان او هند په ګډون د جنوبي اېشیا په هېوادونو کې د هوا ککړتیا دومره ډېره شوې ده چې کېدای شي د یو تن ژوند تر پینځو کلونو زیات را کم کړي.
د امریکې د شکاګو پوهنتون د انرجۍ پالیسي انسټیټویټ په خپل وروستي اېر کوالټي لایف انډیکس یا د هوا د کیفیت ژوند په فهرست کې ویلي، چې د بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان هوا تر ټولې نړۍ زیاته ککړه ده.
رپوټ وایي په دغو هېوادونو کې چې د هوا د ککړتیا له کبله څومره خلک ژوند بایلي، هغه په ټوله نړۍ کې د هوا د ککړتیا تر نیمایي هم زیاته ده.
په دې تازه رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې د هوا ککړتیا ورځ په ورځ زیاتېږي چې وایي له کبله یې د دې هېواد د یو وګړي عمر په اوسط ډول څلور کاله کمېدای شي.
د پاکستان د «دي نېشن» ورځپاڼې د خبر له مخې د شکاګو پوهنتون په دې کالني رپوټ کې ویلي چې د پاکستان د لاهور، شېخوپوره، قصور او د پښتونخوا د پېښور ښارونو هوا ډېره زیاته ککړه ده چې وایي له کبله یې د خلکو ژوند لږ تر لږه اووه کاله را کمېدای شي.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې د هوا ککړتیا په پاکستان کې د خلکو د روغتیا لپاره دویم لوی خطر دی خو وایي لومړی لوی خطر په دې هېواد کې د زړه د ناروغیو زیاتوالی دی.
په رپوټ کې پېشبیني شوې ده چې د هوا د ککړتیا له زیاتېدو سره پر خلکو کې ذهني ناروغۍ هم زیاتېدای شي چې په هغوی کې ناارامي او ژور خفګان هم شاملې دي.
په 2023م کال کې چې په نړۍ کې د هوا د ککړتیا په اړه کوم کالنی رپوټ خپور شوی، د هغه په بنیاد له افریقايي هېواد چاډ او عراق وروسته پاکستان درېیم هېواد دی چې هوا یې ډېره ککړه ده.
د شکاګو پوهنتون رپوټ وایي د پاکستان ټوله 24 کروړه ابادي په داسې ځایونو کې اوسېږي چې د هوا د ککړتیا کالنۍ منځنۍ کچه یې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او تر ټاکلي حد زیاته ده.
د ډبلیو ایچ او د دې ټاکلي معیار له مخې د پارټیکولېټ مېټر PM 2.5 یا د وړو ټوټو ماده باید د کال په حساب په منځنۍ توګه د یو کیوبیک میټر په کچه تر پینځه مایکرو ګرام کمه وي.
د رپوټ له مخې د پاکستان 98.3 فیصده ابادي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د هوا ککړتیا یې د دې هېواد تر خپل مرکزي فضایي معیار د یو کیوبیک میټر په کچه تر 15 مایکرو ګرام زیاته ده.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې که په پاکستان کې هوا په همدې حال ککړه پاته شي نو کېدای شي چې په پنجاب، اسلام اباد او پښتونخوا کې اوسېدونکی هر تن د خپل عمر له تقریباً 3.7 تر 4.6 کلونو پورې عمر وبایلي.
رپوټ وایي له 1998م تر 2021م کال پورې په پاکستان کې د کال په کچه په اوسط ډول هوا 49.9 ککړه شوې ده، وایي د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره یې د اوسېدونکي عمر یونیم کال کم شوی دی.
رپوټ کې وایي که پاکستان د روغتیا د نړیوالې ادارې پر ټاکلیو سپارښتنو عمل وکړي او د هوا د لا ککړتیا مخه ونیسي، کېدای شي د کراچۍ د اوسېدونکو عمر څه کم درې کاله، د لاهور د اوسېدونکو اووه نیم کاله او د اسلام اباد د اوسېدونکو عمر شاوخوا څلورنیم کاله زیات شي.
Forum