په امریکا کې په زرګونو هغه افغانان د دایمي استوګنې د اسنادو په تمه له ناڅرګند حالت سره مخ دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته راغلي او دلته د «بشردوستانه پېرول» پروګرام په بنیاد د لنډمهاله اوسېدو او کار اجازه ورکړل شوې ده.
د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د زرګونو نورو افغانانو غوندې فرزانه جمالزاده هم هېواد پرېښوو، ځکه هغه وېرېده چې د امریکا له حکومت سره کړی کار به یې ژوند په خطر کې واچوي.
په امریکا کې له پناه اخیستو وروسته مېرمن جمالزاده په نیویارک ښار کې ژوند پیل کړ او له یوې مرسته کوونکې ادارې سره یې په دومره پیسو کار پیل کړ، چې د دې د کور کرایه او نورې اړتیا پرې پوره کېدلې.
خو د اګست په پای کې د مېرمن جمالزاده او د دې د خاوند فرهاد د کار کولو اجازتنامه «ورک پرمټ» ختم شوه، چې له کبله به یې دوی په امریکا کې د دایمي اوسېدو لپاره د کډوالو ادارې مرکې ته په اوونیو یا تر دې زیات انتظار کوي.
فرزانه جمالزاده رویټرز ته ویلي، "موږ ته ډېرې پیسې هم را پاته نه دي او که زموږ انشورنس (بیمه) یا راسره مالي مرستې هم ختمې شي بیا به موږ څه کوو؟ دلته خو روغتیايي بیمه (هیلت انشورنس) هم ډېر زیات ګران دی".
په امریکا کې د دایمي استوګنې د اسنادو تر لاسه کولو لپاره ستړې ستونځې تېرول د هغو تر 70,000 زیاتو افغانان اوس عامه خبره ده چې په 2021م کال کې امریکا د خپلو ځواکونو د را ایستلو پر وخت «د ملګرو هرکلي» پروګرام کې راوستي وو.
د جمالزاده او د هغې له خاوند سره سره ډېرو افغانانو "بشري پېرول" تر لاسه کړی چې په بنیاد یې دوی ته په امریکا کې د لومړيو دوو کلونو لپاره د اوسېدو او کار کولو اجازه ورکړل شوې وه، په تېره جون میاشت کې د ولسمشر جو بایډن ادارې دا موده دوه کاله نوره وغزوله خو دا حیثیت یې هم لنډمهالی دی.
د امریکې د کانګرس د غړو، پخوانیو پوځیانو او وکیلانو یو دوه اړخیز اتحاد پر کانګرس فشار راوړي چې د «افغان ایډجسټمنټ» قانوني مسودې په منظورولو سره د افغانانو لپاره د دایمي اوسېدو او شهرت اخیستو لپاره لاره پیدا کړي.
خو دا قانوني مسوده د ریپبلکن ګوند په مشرۍ د استازو په مجلس کې لا د منظورېدو چانس نه دی موندلی او په سېنټ کې هم لا د ځنډ ښکار دی چې پکې ډیموکرېټان لږ اکثریت لري.
جمالزاده وایي هیله لري کانګرس به د افغانانو لپاره د دایمي حیثیت تر لاسه کولو لپاره یوه مخامخ لاره برابره کړي چې په امریکا کې مېشت د دوی نور ملګري او کورنۍ د لا خونديتوب احساس وکړي.
د کډوالو د مرسته کوونکې ادارې چرچ ورلډ سروس د پالیسي او وکالت د څانګې مرستیال ډینیلو زېک وایي، د بشردوستانه پېرول له لارې امریکې ته داخل شویو افغانانو لپاره به دا یو چېلنج وي چې د دایمي اوسېدو حیثیت خپل کړي:
"ډېر شمېر افغانان داسې دي چې د ایمیګرېشن خرڅې یې په وس نه دي او یا په برخه کې مرستې نه شي تر لاسه کولای".
خو د ځینو نورو په نسبت مېرمن جمالزاده او د هغې خاوند د دایمي اوسېدو لاره لري. د امریکې له حکومت سره مرستې دوی د دې جوګه کړي دي چې د مهاجرت ځانګړې ویزې (ایس ای وي) ته درخواست ورکړي.
دا ځانګړې ویزې ژباړونکو، ترجمانانو او نورو هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د امریکې له پوځ او نورو ادارو سره کار کړی وي.
مېرمن جمالزاده وایي له افغانستانه د امریکايي پوځ انخلا دومره ناڅاپه پیل شوه چې دوی د ویزې د کارونو تر بشپړېدو مخکې له هېواده تېښتې ته مجبوره شول.
د دایمي استوګنې د حیثیت یا ګرین کارډ ترلاسه کولو لپاره به مېرمن جمالزاده او د هغې خاوند د ستمبر پر 12مه د امریکې سرکاري ادارې ته مرکه یا انټروي ورکوي، خو تر هغه وخته یعنې دوې اوونۍ دوی د کار کولو حق نه لري.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum