د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وسلوالې ډلې چې یې د ملک پر امنیتي ځواکونو پرله پسې او مرګوني بریدونه کوي وجه یې دا ده چې هغوی په افغانستان کې امریکایي ځواکونو پرېیښې وسله کاروي.
انوار الحق کاکړ دا خبره په داسې وخت کړې چې د پاکستان پر پوځ او پولیسو باندې د وسلوالو بریدونه زیات شوي او هره ورځ خصوصاً له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پښتونخوا په قبایلي ضلو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم د ستمبر پر لومړۍ نېټه په خبري غونډه کې یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل، پر افغانستان واکمن چارواکي دې د هغو کسانو او ډلو خلاف اقدام وکړي چې پاکستان ته خطر دي:
"دا د دوی [طالبانو] ذمه واري ده، د دوی نړیواله ذمه واري ده، د دوی دوه اړخیزه ذمه واري ده او د دوی درې اړخیزه ذمه واري ده څنګه چې یې دوی د پاکستان، افغانستان او چین تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه".
د وي او اې انګرېزي د رپوټ له مخې د روان 2023م کال په لومړیو اتو میاشتو کې په وسلوالو بریدونو کې تر 200 د زیاتو پوځي افسرانو او عسکرو په ګډون په سلګونو د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي دي.
د پاکستان نګران وزیراعظم کاکړ د جمعې په ورځ په هغو خبرو کې چې د ملک پر سرکاري ټیلیویژن خپرې شوې وویل، "په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې په وروستیو کې ترهګري بیا را ژوندۍ شوې، له بده مرغه، وجه یې [له افغانستانه] د امریکا او نېټو د متحدینو په بیړه وتل دي".
ښاغلي کاکړ د اګست پر 31مه په بنو کې پر پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته- چې نهه پوځیان پکې و وژل شول- په اسلام اباد کې د ځایي رسنیو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:
"[د بهرنیو ځواکونو] په بیړه وتلو نه یواځې پر پاکستان اثر کړی بلکې پر منځنۍ اېشیا، چین، ایران او ټوله سیمه یې کړی دی".
انوار الحق کاکړ وایي د پاکستان مشرانو له اوږدې مودې راهیسې په ناکامۍ سره له امریکا غوښتل چې له افغانستانه "په ذمه وارۍ سره ووځي" او دا خبره باوري کړي چې د جګړې پاته وسلې ته به یې ترهګرې ډلې لاسرسی نه لري.
کاکړ دعوه وکړه چې د پاکستاني ریاست مخالفې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅانو وسلوالې ډلې چې په هېواد کې یې د ترهګرۍ بریدونه کوي اوس حرارت لرونکې وسلې، خودکار ټوپک، د شپې لیدونکې عینکې او نورې هغه وسلې کاروي چې امریکایي ځواکونو پرېیښې دي:
"دغو وسلو په لوړه کچه په سیمه کې د ترهګرو او غیرریاستي عناصرو د جګړې وړتیا زیاته کړې ده. مخکې دوی د بریدونو لږ وړتیا لرله، خو اوس حتی که زما پوځي د لاس ګوته هم وښوروي دوی یې په نخښه کولای شي".
امریکې او اتحادیانو یې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره تر شاوخوا دوو لسیزو وروسته د 2021م کال په اګست کې خپل پوځونه په داسې حال کې په بیړه او ګډوډۍ سره وایستل چې پر دې هېواد بیا طالبان د وسلو په زور واکمن شوي وو.
طالبانو د پاکستان خلاف جنګېدونکو ډلو لاس ته د امریکایي وسلو د ورتلو په اړه دغو اندېښنو او دعوو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې وې چې ګواکې امریکایي وسلې بهرنیو ډلو تر لاسه کړې یا له هېواده قاچاق شوې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر 10مه د وسلو د قاچاق په اړه یو رپوټ ته په جواب کې پر ټویټر لیکلي وو، "ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هیواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري".
د امریکا د دفاع وزارت د 2022م کال په اګست کې اټکل کړی وو چې "د تېر افغان حکومت د ړنګېدو په وخت په دې هیواد کې د 7.12 ارب ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې موجودې وې، چې زیاته برخه یې طالبانو ته په لاس ورغله. په دغو کې پوځي الوتکې، موټر، وسلې او نور پوځي سامانونه شامل وو".
د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د پښتونخوا په سوات او قبایلي ضلعو کې د ترهګرو په خلاف څو سترو عملیاتو کې یې ترهګر په بشپړه توګه ځپلي وو، خو وایي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګر بیا فعال شوي او بریدونه یې زیات کړي دي.
اسلام اباد وایي په کابل کې د واک بدلون او د طالبانو واکمنېدو د ټي ټي پي تښتېدلي مشران او پر افغان خاوره نورې وسلوالې ډلې زړورې کړې دي چې "په ډېرې ازادۍ" سره وګرځي او د پولې دې خواته بریدونه پلان کړي.
خو د طالبانو حکومت مسلسل دا تورونه رد کړي او وایي هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په ګډون د ګاونډیو او نړۍ خلاف د افغانستان خاوره استعمال کړي.
Forum