لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي نښته کې یې درې ترهګر وژلي دي


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس (سي ټي ډي) وایي له افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع خېبر کې یې د یوې نښتې په مهال درې ترهګر وژلي دي.

د خالي- شنبې په ماسخوتن د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل بیان کې ویلي چې د ترهګرو پرضد دا عملیات د خېبر د علي مسجد په شاګۍ سیمه کې شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د عملیاتو په مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پکې درې ترهګر وژل شوي دي.

د سي ټي ډي په بیان کې ویل شوي چې په وژل شوؤ ترهګرو کې د دوؤ کسانو پېژندګلو شوې ده چې تعلق یې د باړې ملک دین خیلو سره دی اؤ وایي د یو بل وژل شوي تن پېژندګلو لا نه ده شوې.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د سي ټي ډي پولیسو سره نښته کې د وژل شوؤ توندلارو مړي د پوسټ مارټم لپاره د جمرود هسپتال ته وړل شوي اؤ ویل کیږي دغه درې واړه جسدونه په ګولیو سوري سوري دي.

په 25مه جولايۍ د خېبر په علي مسجد سیمه کې د یو جومات دننه ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې د عدنان اپریدي په نوم د پولیسو یو افسر یا ایډیشنل ایس ایچ او وژل شوی ؤ .

په نهم اګست د سي ټي ډي پوليس ایډيشنل ايي جي سهېل خالد په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې د خېبر د علي مسجد په پېښه کې ککړ ټول ورانکاري او سهولت کار نيول شوي دي.

په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز تازه رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG