لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ: د بجلۍ د بیلونو په اړه داسې کومه بیړنۍ پرېکړه نه کوو چې سبا یې بېرته اخستو ته اړ یو


د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي نګران حکومت یې نه غواړي د بجلۍ د زیاتو بېلونو په اړه په بېړه کې یوه داسې پرېکړه وکړي چې سبا یې بېرته اخستو ته اړ وي.

د پاکستان جیو ټي وي سره یوه مرکه کې ښاغلي کاکړ ویلي د بجلۍ د بحران اؤ د بیلونو په اړه د هغه ډله به د اوږدې اؤ لنډې مودې حل تجویز کوي اؤ حکومت به بیا د هغې په رڼا کې ګامونه اخلي.

په دې مرکه کې نګران وزیراعظم د خپلې هغه خبرې سپیناوی هم کړی دی چې په اړه یې رسنیو کې ویل شوي وؤ ، انوار الحق کاکړ وایي بجلي کومه داسې مسله نه ده چې په سر یې د ګاډو هړتال وکړل شي.

هغه پخپل سپیناوي کې ویلي د هغې طبقې سره خواخوږي لري چې د بجلۍ د زیاتو بیلونو د بار لاندې راغلي دي اؤ کله یې هم داسې نه دي ویلي چې ګنې د بجلۍ ستونزه هډو څه ستونزه نه ده یا داسې څه مسله نه ده چې دګاډو هړتال پرې وشي.

په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بیلونو پرضد د تېرې اوونۍ راهسې د ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ پرون د خالي- شنبې په ورځ هم په ګرد هیواد کې د جماعت اسلامي اؤ د تاجرانو تنظیمونو په غږ کار بندیز شوی ؤ .

ددغه کار بندیز په مهال د هیواد په ټولو سترو اؤ وړو ښارونو کې دوکانونه، مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي وؤ ، په بیلابیلو سیمو کې په زرګونو خلک احتجاجاً سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ دحکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

د پاکستان د خزانې وزیرې شمشاد اختر درې ورځې وړاندې ویلي وؤ پاکستان دا مهال د آی ایم اېف پروګرام کې دی او د آی ایم اېف د شرطونو له مخې حکومت چاته هم په بجلۍ رعایت نه شي ورکولی خو هغې ویلي وؤ حکومت د آی ایم اېف سره ولس ته د رعایت په ورکولو خبرې کوي.

د پاکستان د سینیټ غړی مشتاق احمد خان حکومت ته د بحلۍ لوړو بیلونو کې ولس ته د رعایت ورکولو پلان وړاندې کړی دی اؤ ویلي یې دي که حکومت دهغه په پلان عمل وکړي نو آی ایم ایف نه به اجازې اخستو ته نه مجبوریږي.

د خالي- شنبې په ورځ مردان کې راجوړې شوې یوې غونډې ته د وینا په مهال سینیټر مشتاق احمد خان ویلي که چې په کورونو کې دبجلۍ استعمالوونکو لپاره د رعایت حد د200 یونټو پځای 300 یونټه وټاکل شي نو صارفینو ته به د بجلۍ یو یونټ په 16 روپۍ تمام شي.

هغه وایي د 300 یونټو رعایتي حد له امله به د2 کروړه اؤ 43 لکو صارفینو دبجلۍ بیل زیات راکم شي اؤ په دې رعایت به د کال 326 اربه روپۍ لګښت راځي.

نوموړی وایي دا 326 اربه روپۍ حکومت په دې طریقه ویستي شي چې د پوځ د2000 اربو روپو په کلیز بجټ کې دغیرجنګي لګښتونو نه باید 100 روپۍ راجلا کړل شي، د ایس ډي پي یا پرمختیایي بجټ د1500 اربو نه 100 اربه روپۍ بیلې کړل شي اؤ هم دې 100 اربه روپۍ د هغو ادارو نه راغوڅې کړل شي چې په تاوان کې راوانې دي.

د سینیټر مشتاق احمد په خبره که چرې حکومت دا لاره خپله کړي نو بیا به ورته هیڅ ضرورت نه وي چې آی ایم ایف ته سوال زاري وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG