لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېف پي: افغانستان کې اکثره ماشومان په تش نس سکولونو ته ځي


د خوراک عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) وایي په افغانستان کې د هرو لسو تنانو نه نهه تنان یې کافي خوراک نلري او اکثره ماشومان په تش نس سکولونو ته ځي.

ډبلیو اېف پي په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې د افغان ماشومانو او استاذانو ویډیو خپره کړې او دا یې هم ویلي چې په تش نس تعلیم ګرانه خبره ده. په دې ويډیوګانو کې زده کوونکي د خپلې لوږې د اثراتو په اړه خبرې کوي.

په دې وېډیو کې سلیمه نومې یوه استاذه وایي چې لوږې تر دې حده د هغې په شاګردانو اثر غورځولی چې انرجي نلري او سم تعلیم نشي کولی.

سلیمه وایي: کله چې دوی (طالب علمان) جماعت ته راشي، مونږ یې ګورو. کله چې ورته سبق وایم، دوی خفه وي، خاموشه وي، رنګ یې خړ وي، نشي کولی سبق ولولي. چې کله ورنه وپوښتم، سم جواب نه راکوي، یعنې نشي کولی، وجود یې ډېر کمزوره وي."

د خوراک نړېوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا اووه لکه طالب علمانو ته چې نیمایي یې جېنکۍ دي، د ډېرې انرجۍ والا خاص بسکېټونه ویشي. دا اداره وایي که چې مرستندویه هېوادونه او نړېوالې ادارې دوی ته نور فنډونه ورنکړي، نو یوه میاشت پس به د افغانستان خلکو ته مرسته ونشي رسولی.

د روئټرز خبري ادارې د ډبلیو اېف پي د اندازې ترمخه ویلي چې افغانستان کې به د سپټمبر په میاشت کې مرستې کمې او په اکټوبر کې به ختمې شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په راروان ژمي موسم کې غریبو افغانانو سره د امداد دپاره څه باندې پېنځه سوه اویا میلینه ډالر ته ضرورت دی.

اوچا دا هم ویلي چې د دوی د اندازې ترمخه، په دې کال کې قریب دېرش میلینه افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري.

د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو او نړېوالو ادارو په تېرو شلو کلونو کې په بلینونو ډالر مرستې افغانستان ته لېږلې، او د افغانستان اقتصاد بهتره شوی و. مګر د 2021 کال په اګسټ میاشت کې چې طالبانو بیا په واک راغلل، په افغانستان باندې اکثره نړېوالې مرستې بندې شوې.

طالبان دعوه لري چې دوی د افغانستان اقتصاد او د افغانۍ کرنسۍ ارزښت ثابت ساتلی دی. مګر ناقدان وایي، طالبان د یوې خوا په نړېواله کچه علېحده پاته دي او هېچا یې حکومت ندی تسلیم کړی، او بل اړخ ته په افغانستان باندې د لګېدلو بندیزونو په وجه د افغانستان بنکي سیسټم او نړېوالو سره یې مالي لېن دېن سخت اغېزمن شوی دی.

د دې ترڅنګ، طالبانو په ښځو او جېنکو سختې پابندۍ او محدودیتونه لګولي او ښځې یې په اکثرو حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې د کار کولو نه منعه کړي دي.

په دې کې داسې ښځې هم ډېرې دي چې کونډې دي او خپلو ماشومانو ته د خوراک برابرولو بله لاره ورسره نده پاته.

طالبان د نړېوالو غواړي چې افغانستان ته دې بشري مرستې جاري وساتي، لاکن د ملګرو ملتونو په شمول نړېوالې ادارې دعوه لري چې طالبان د دوی په کار کې مداخلت کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG