لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خلکو په زوره د دوکانونو بندولو په سر پېښور کې د جماعت اسلامي په مشرانو مقدمه درج کړل شوې ده


د بجلۍ د زیاتو بیلونو پرضد د احتجاج په مهال پېښور کې په تاجرانو په زوره د دوکانونو بندولو په سر د جماعت اسلامي ګوند د پېښور په مشرانو مقدمه درج کړل شوې ده.

د جماعت اسلامي په غږ پرون د خالي/شنبې په ورځ په ګرد هیواد کې د بجلۍ د لوړ بیلونو پرضد کار بندیز اؤ احتجاج شوی ؤ اؤ د دغه احتجاج په مهال په سوشل میډیا داسې ویډيو ګانې خپرې شوې وې چې په کې لیدل کیږي د جماعت اسلامي بېرغونه په لاس ځینې کسان تاجرانو باندې په زوره دوکانونه بندوي.

د جماعت اسلامي مرکزي یا صوبایي قیادت د دغه ویډیو ګانو په اړه خپل نظر نه دی ښکاره کړی خو د بیلابیلو ګوندونو مشرانو، تاجرانو اؤ د مدني ټولنې فعالینو په خلکو په زوره د دوکانو بندولو عمل غندلی ؤ اؤ له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې ددې غیر قانوني عمل باید په سخته نوټس واخلي.

د پېښور په ګلفت حسین شهید پولیس تاڼه کې د ایس ایچ او په مدعیت کې درج مقدمه کې د جماعت اسلامي11 ضلعي مشران اؤ فعالین نومول شوي دي چې په هغې کې د بحرالله ایډوکیټ، خالد ګل، ظاهر شاه، طاهر زرین، حاجي قدیر اؤ نورو نومونه شامل دي.

د ایف آی ار په متن کې ویل شوي چې د جماعت اسلامي فعالینو تېره ورځ د پېښور اشرف روډ کې په خلکو په زوره دوکانونه تړلي دي اؤ کومو دوکاندارانو چې له دوکانونو تړلو نه انکار کړی هغوی ته یې سخت ګواښونه کړي دي.

په دې مقدمه کې د سړکونو تړلو اؤ د سرکار په کار کې د مداخلت دفعې هم شامل کړل شوي دي.

وي او ای ډیوه د جماعت اسلامي د نظر اخستو په غرض په پېښور کې د جماعت اسلامي د مشر یا امیر بحرالله ایډوکیټ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغه موبایل فون هیڅ ځواب نه ویلو.

په پېښور کې د جماعت اسلامي یو بل سیمه ییز مشر ښاغلي طارق متین وي او ای ډیوه ته وویل دا احتجاج د ملک د هغو بې وزله عوامو لپاره شوی ؤ چې په موجوده حالاتو کې ډوډۍ ته محتاجه شوي دي اؤ حکومت ورپسې د بجلۍ له حده زیات درانه بلونه لیږلي دي.

هغه وویل په ګرد هیواد کې نزدې 80لکه دوکاندارانو اؤ کاروباریانو د جماعت اسلامي په غږ خپل دوکانونه، مارکیټونه اؤ کاروبارونه تړلي وؤ اؤ جماعت اسلامي په هیچا په زور یا جبر دوکانونه نه دي تړلي.

ښاغلی طارق متین وایي په اشرف روډ ځینو دوکاندارانو سره د جماعت اسلامي فعالینو خبرې کولې اؤ هغوي یې ددغه هړتال په ارزښت خبرول خو وایي ځینو خلکو په سوشل میډیا دې ته غلط رنګ ورکړی دی.

نوموړی وایي مقدمې اؤ جیلونه کله هم د جماعت اسلامي د مبارزې مخه نه شي نیولی اؤ تر دې وروسته هم چې کله مرکزي قیادت غږ وکړي په ټول ملک کې به د جماعت اسلامي فعالین احتجاجونو ته را اوځي.

په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بیلونو پرضد د تېرې اوونۍ راهسې د ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ پرون د خالي- شنبې په ورځ هم په ګرد هیواد کې د جماعت اسلامي اؤ د تاجرانو تنظیمونو په غږ کار بندیز شوی ؤ .

ددغه کار بندیز په مهال د هیواد په ټولو سترو اؤ وړو ښارونو کې دوکانونه، مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي وؤ ، په بیلابیلو سیمو کې په زرګونو خلک احتجاجاً سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ دحکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

د بجلۍ په بیلونو د نګران وزیراعظم دریځ :

د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي نګران حکومت یې نه غواړي د بجلۍ د زیاتو بېلونو په اړه په بېړه کې یوه داسې پرېکړه وکړي چې سبا یې بېرته اخستو ته اړ وي.

ښاغلي کاکړ ویلي د بجلۍ د بحران اؤ د بیلونو په اړه د هغه ډله به د اوږدې اؤ لنډې مودې حل تجویز کوي اؤ حکومت به بیا د هغې په رڼا کې ګامونه اخلي.

دسینیټر مشتاق لخوا وړاندې کړی شوی پلان:

د جماعت اسلامي سره تړاو لرونکي د پاکستان د سینیټ غړی مشتاق احمد خان حکومت ته د بحلۍ لوړو بیلونو کې ولس ته د رعایت ورکولو پلان وړاندې کړی دی اؤ ویلي یې دي که حکومت دهغه په پلان عمل وکړي نو آی ایم ایف نه به اجازې اخستو ته نه مجبوریږي.

د خالي- شنبې په ورځ مردان کې راجوړې شوې یوې غونډې ته د وینا په مهال سینیټر مشتاق احمد خان ویلي که چې په کورونو کې دبجلۍ استعمالوونکو لپاره د رعایت حد د200 یونټو پځای 300 یونټه وټاکل شي نو صارفینو ته به د بجلۍ یو یونټ په 16 روپۍ تمام شي.

هغه وایي د 300 یونټو رعایتي حد له امله به د2 کروړه اؤ 43 لکو صارفینو دبجلۍ بیل زیات راکم شي اؤ په دې رعایت به د کال 326 اربه روپۍ لګښت راځي.

نوموړی وایي دا 326 اربه روپۍ حکومت په دې طریقه ویستي شي چې د پوځ د2000 اربو روپو په کلیز بجټ کې دغیرجنګي لګښتونو نه باید 100 روپۍ راجلا کړل شي، د ایس ډي پي یا پرمختیایي بجټ د1500 اربو نه 100 اربه روپۍ بیلې کړل شي اؤ هم دې 100 اربه روپۍ د هغو ادارو نه راغوڅې کړل شي چې په تاوان کې راوانې دي.

د سینیټر مشتاق احمد په خبره که چرې حکومت دا لاره خپله کړي نو بیا به ورته هیڅ ضرورت نه وي چې آی ایم ایف ته سوال زاري وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG