د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره «سېو دي چلډرن» وايي، په افغانستان کې چې له دوه میلینه مجبوره کسانو سره د خوراک د نړیوالې ادارې خوراکي مرستې بندې شوې تر ټولو زیات زیان یې ماشومانو ته رسیږي.
سېو دي چلډرن د ستمبر پر شپږمه په خپله یوه اعلامیه کې د ډبلیو ایف پي دا پرېکړه د اندیښنې وړ او زیان رسوونکې بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان "وږیو ماشومانو" ته شا ونه ګرځوي.
د افغانستان لپاره د دې ادارې مشر ارشاد ملک دغه اعلامیه کې پر نړیواله ټولنه ږغ کړی چې د افغانستان له خلکو سره د کړو ژمنو په برخه کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي.
ښاغلي ملک ویلي په افغانستان کې ماشومان او د هغوی کورنۍ د کلونو له اوږدې وچکالۍ او اقتصادي بحران وروسته "د ماتېدو" په حالت کې دي:
"په ځینو ولایتونو کې زموږ د ادارې په وروستۍ نظرپوښتنه کې په څلورو کې درې برخې 76.1 فیصده ماشومانو ویلي چې د تېر کال په نسبت کم خواړه خوري".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې د ستمبر پر څلورمه ویلي وو، روانه میاشت به له دوه میلینه نورو افغانانو سره خوراکي مرستې بندې شي او خبرداری یې ورکړی چې که فنډونه ختم شي نو په لرې پرتو سیمو کې به خلک د لږ خوراک له کبله د "ناورین" له ژمي سره مخ شي.
د خوراک د نړیوالې ادارې له خوا په افغانستان کې تر اوسه پورې یواځې درې میلینه خلک خوراکي مرستې تر لاسه کوي خو له اکتوبر وروسته کېدای شي دوی هم هیڅ تر لاسه نه کړي.
د ماشومانو د ژغورنې د ادارې مشر ارشاد ملک وایي د دوی د وروستۍ سروې له مخې د دې اقتصاد ځپلي هېواد کورنۍ له لوږې سره مبارزه کوي او زیات شمېر ماشومان "ناخوندي حالت" ته ټېل وهل شوي چې په هغوی کې سخت کارونه هم شامل دي.
ارشاد ملک ویلي راتلونکې اوونۍ چې د نړۍ حکومتونه د بیلجیم په مرکز برسلز کې د افغانستان په اړه خبرې کوي، دوی ترې غواړي چې د افغانستان له خلکو سره خپلې ذمه وارۍ او ژمنې پوره کړي:
"دا فکر وېروونکی دی چې د [دوه میلینه] مرستو کمول به ماشومان لا زیانمن کړي، دا د پرشاتګ وخت نه دی. زیات فنډ ته اړتیا ده نه کم ته. که زیاتې پیسې نه وي د مرستو اقدامات به ودرېږي او د وږو، په خوارځواکۍ اخته او ناروغو ماشومانو شمېر به زیات شي".
د سېو دي چلډرن ځایي مشر وایي افغان ماشومانو لپاره وخت په ختمېدو دی او نړیواله ټولنه باید لوږې او ناورین د لا زیاتو ماشومانو د ټیل وهلو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
تمه کېږي چې د خوراک د نړیوالې ادارې خوراکي او د نغدو پیسو مرستې به د اکتوبر په پای کې ختمې شي او له دې سره به د روان کال تر پایه د هغو افغانانو شمېر 10 میلینه ته ورسېږي چې دا اداره ورسره د فنډ د کمښت له کبله مرستې ودروي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي په روان کال کې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره 3.23 ارب ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اګست پورې نړیوالې ټولنې یواځې څه باندې یو ارب ډالر ورته برابر کړي او 2.36 ارب ډالرو ته لا هم اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي په افغانستان کې په روان کال کې 29.2 میلینه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې وایي په هغوی کې 21.3 میلینه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي وو.
Forum