لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د افغانستان نه د عسکرو د انخلا پر مهال مو هلته پوځي سامانونه نه دي پرېښودلي


د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي ویلي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د انخلا په وخت کې، امریکا خپل هېڅ پوځي وسایل او سامانونه هلته پاته نکړل.

جان کربي د شورو/چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کنفرنس ته وویل، کله چې امریکا د افغانستان څخه خپل ټول عسکر واېستل، نو هغه وخت هلته ډېر لږ څه پوځي وسایل و سامانونه پاته وه چې هغه هم ناکاره کړی شول.

د ښاغلي کربي دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ څو ورځې وړاندې د پاکستاني خبريالانو سره په خبرو کې دا دعوه وکړه چې ګني په افغانستان کې د امریکا پرېښودل شوې وسلې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لاس ته لوېدلي چې اوس د هغو په مرسته د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

کله چې د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل له ترجمان جان کربي نه دا پوښتنه وشوه چې آیا په افغانستان کې د امریکا پرېښودلی شوې وسله د ترهګرو لاس ته ورغلې ده او که نه، نو هغه وویل، د کومو پوځي وسایلو خبرې چې کیږي، دا هغه دي کوم چې ډېر وخت وړاندې د افغانستان دفاعي قواوو ته ورکړی شوې وې چې ورباندې د خپل د ملک دفاع وکړي.

هغه وویل، کله چې طالبانو د کابل په طرف او نورو علاقو کې پرمختګ وکړ، نو د افغانستان دفاعي ځواکونو هغه پوځي وسایل او سامان ورپرېښودل. امریکې خپلې وسلې په افغانستان کې نه دي پرېښودلي.

ښکاره دې وي چې په افغانستان کې شاوخوا شل (۲۰) کاله جګړه روانه وه او بیا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې امریکا خپل عسکر په بشپړه توګه له افغانستانه واېستل او بیا طالبانو د افغانستان واک اختیار حاصل کړ.

امریکایي قواوو، وړاندې تر دې چې د انخلا پروسه مکمله کړي، د کابل په ائیرپورټ کې یې د موجودو هېلي کاپټرو په شمول، ځیني پوځي وسایل او سامانونه ناکاره کړل.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان په امنیتي قواوو باندې ترسره شوو حملو کې، په تدریج اضافه لیدلی کیږي. د شورو/چهارشنبې په ورځ هم پاکستاني چارواکو دعوه وکړه چې د خیبرپښتونخوا په چترال ضلعه کې ټي ټي پي د پاکستاني پوځ په دوو پوستو حملې کړي او په دې کې څلور پاکستاني عسکر هلاک شوي دي. چارواکو دا دعوه هم وکړه چې د حملې په غبرګون کې یې دوولس (۱۲) ترهګر وژلي دي.

د امریکا د قامي سلامتيا کونسل ویاند پاکستان ته د ورپېښو امنیتي خطرو په اړوند خبرو کې وویل چې پاکستان له اوږدې مودې راهېسي د ترهګرۍ د خطرو مقابله کوي.

هغه زیاته کړه چې صدر جو بایډن پاکستان ته د ورپېښو سرحدي خطرو نه خبر دی او هغه د پاکستان سره د امریکا په همکاریو باندې کلک ولاړ دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG