لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ويلي: د ترهګرو د سهولت کارو او ملاتړ کوونکو په ضد به رياست پوره قوت کاروي


پاکستان کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو، د افغانستان سره په پوله چترال کې دوه ورځې پرله پسې د بريدونو وروسته د پاکستان پوځ ویلي، "ترهګر د پاکستان بې ثباته کولو هڅې کوي د دوی د سهولت کارو او ملاتړ کوونکو په ضد به رياست پوره قوت کاروي".

د پاکستان پوځ ویلي، د زيارت/پنجشنبې په ورځ پوځي مرکز [جي اېچ کيو] کې د پوځ د سرلښکر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده.

ويل شوي، پوځي غونډه کې د هر ډول خطرو ضد د پاکستان د خپلواکۍ او امنيت د دفاع دپاره عزم څرګند کړی شوی دی.

په غونډه کې زياته کړی شوې "د پاکستان بې ثباته کوونکو ترهګرو ضد به پوره قوت کارولی شي او خېبرپښتونخوا کې ورګډو ضلعو او بلوچستان په پوله پرتو ضلعو کې د تل پاتې امن په ځای کولو ټينګار شوی دی".

خېبرپښتونخوا کې ورګډې ضلعې او د بلوچستان سرحدي ضلعې د افغانستان سره په پوله پرتې دي.

د شورو/ چهارشنبې او زيارت/ پنجشنبې په ورځ پرله پسې د خېبرپښتونخوا په چترال ضلع کې د افغانستان سره په پوله د پاکستان پوځ د وسله والو سره نښتو ويلي دي.

د شورو په ورځ [شپږم ستمبر] پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کيلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم" دی او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه تمه لري چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره "د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په چترال کې د افغانستان سره په پوله د پاکستان د پوځ په پوستو د بریدونو زمه واري منلې د پوستو نيولو او پوځ ته د مرګ ژوبلو اړولو دعوې یې کړې وې.

افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ تازه بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې یې د پاکستان دغه ډول تورونه او دعوې تل رد کړي دي.

پرون د چترال مرستيال کمشنر [ډي سي] محمدعلي وي او اې ډيوه ته ویلي، "پرون هم د افغانستان د نورستان سيمې څخه د چترال په ارسون کې مارټر ګولې ويشتل شوي خو کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې".

هغه نه وو ويلي چې مارټر ګولې چا ويشتي دي.

او ټي ټي پي پرون هم منلې چې په چترال کې یې عمليات په دويمه ورځ هم روان وو، او پرون یې په پوځ د ميزايل داغلو دعوه کړې وه.

خو د چترال ډي سي ويلي وو امنیتي ځواکونه حالاتو قابو کولو ته چمتو دي.

پوځ ويلي د کور کمانډرانو په غونډه کې "قومي سلامتۍ ته ورپېښو چېلنجونو او سېوا کېدونکو خطرو ته د ځواب په تګلاره احوال وړاندې کړی شوی دی".

څیړونکي وايي د افغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې د وسله والو فعاليتونه د وړاندې نه موجود وو خو په چترال کې چې وړاندې د ناامنۍ پېښې زياتې نه وې، غرييزه لرې پرته سيمه ده هلته د وسله والو بريدونه د پاکستان دپاره نوی چېلنج دی.

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

اسلام اباد کې د انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز نومې ادارې د رپورټ ترمخه د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.

يه رپورټ کې ویل شوي وو، د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې او بلوچستان کې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې وې.

ويل شوي د تیرې میاشتې په مقابله کې د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې ترهګري 106 فیصدي او بلوچستان صوبه کې 65 فیصدي سېوا شوې وه.

پوځ ویلي، د کور کمانډرانو په غونډه کې ويل شوي، "د رياستي ادارو او ولس ترمنځ د فاصلې جوړولو دپاره پروپېګنډا کوونکو ته به د مايوسۍ سېوا هيڅ په لاس ور نه شي او نور به رسوا شي".

پوځ په ملک کې د اقتصادي هلوځلو د ملاتړ او اقتصاد ته د زيان رسوونکو د خاتمې دپاره د حکومت د مرستو ويلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG