لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: طالبان د جنسیت په بنیاد د ښځو او نجونو د ځورولو انسانیت ضد جرمونه کوي


د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم په یو تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې واکمن چارواکي ښځې او نجونې د جنسیت په بنیاد ځوروي چې وایي دا "د انسانیت خلاف جرم" دی. طالبانو لا دې رپوټ ته جواب نه دی ویلی.

د بشري حقونو د څار ادارې د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې ویلي، طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شوي داسې قوانین او پالیسۍ یې عملي کړې دي چې مقصد یې په ټول هېواد کې د جنس په بنیاد د ښځو او نجونو له بنیادي حقونو انکار کول دي.

ایچ آر ډبلیو دا رپوت په داسې وخت خپور کړی چې یوې خواته له یوې اوونۍ راهیسې ځینو افغانو ښځو په جرمني کې د طالبانو "جنسي اپارتایډ [توپیر] "خلاف د نه خوړو احتجاج پیل کړی او بلې خواته د اسلامي‌ همکارۍ سازمان پلاوي له طالبانو ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق پر ورکولو ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو د څار تنظیم د نړیوال انصاف د څانګې مشره ایلیزابیت ایوینسن وایي، د ښځو او نجونو له بنیادي حقونو د طالبانو دې "ظالمانه او منظم انکار" چې هغوی یې له ولسي ژونده ایستلې دي اوس د نړیوالو پام ور اړولی دی. مېرمن ایوینسن په دې رپوټ‌ کې ویلي:

"د طالبانو د هغو مشرانو لپاره چې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي دې ته اړتیا ده چې [د نړۍ] اړوند حکومتونه له یو بل سره په همږغۍ مرسته وکړي".

ایچ آر ډبلیو د جرمونو د نړیوال عدالت «د روم قانون» حواله ورکړې او وایي دا قانون د انسانیت خلاف هغه جرمونه د یو لړ ممنوعه کارونو په توګه تعریفوي چې د یو هېواد د وګړو خلاف په پراخه او منظمه توګه تر سره کېږي.

«د روم قانون» په 1998م کال کې جوړ شوی او په 2002م کال کې عملي شوی دی او دا مهال د نړۍ 123 هېوادونو دا قانون منلی دی چې په هغوی کې افغانستان هم شامل دی. د 2022م کال په اکتوبر کې د نړیوال عدالت پراسیکیوټر ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د حالاتو په اړه پلټنه وکړي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي د یوې ډلې د جنسیت په بنیاد د هغوی د ځورونې جرم د نړیوالو قوانینو خلاف له بنیادي حقونو په قصدي او شدیده توګه محرومول دي او دا په نړیوال قانون کې جواز نه لري.

ایچ آر ډبلیو وایي له 2021م کال راهیسې پخپله څېړنه کې ورته معلومه شوې چې د ښځو او نجونو د هدف کولو او ځورولو لپاره مختلف داسې لیکل شوي او اعلان شوي فرمانونه عملي کړای شوي چې "د انسانیت خلاف جرم" دی:

"په دغو فرمانونو کې د ګرځېدو پر ازادۍ، وینا او را غونډېدو سخت بندیزونه لګول شوي،‌ تقریباً له ټولو کارونو منع کړل شوې، پر ثانوي او اعلی تعلیم یې بندیز لګېدلی، خپلسره نیول کېدو او د ازادۍ د حق سرغړونو ته یې اجازه ورکړل شوې ده".

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار ادارې تازه رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د بشري حقونو د سرغړونو دعوې رد کړې دي او وایي چې په افغانستان کې یې ښځو او ټولو خلکو ته له "شریعت" سره سم ټول حقونه ورکړي دي.

ایچ آر ډبلیو د طالبانو له چارواکو غوښتي، د جبر هغه ټول شکلونه او توپیري چلند دې ختم کړي چې د ښځو او نجونو د بنیادي حقونو سرغړونه پکې شوې ده. د دې ادارې د نړیوال انصاف د څانګې مشره ایلیزابیت ایوینسن وایي:

"په افغانستان کې د جرمونو د نړیوال عدالت پلټنې د جنسیتي ځورونې غوندې د انسانیت خلاف جرم په اړه انصاف ته لاره هوارولای شي، حکومتونه باید دا ډاډ ورکړي چې له عدالت سره د دې جرم تر څنګ د نورو سترو سرغړونو په اړه د پلټنې لپاره د وسایلو او اړتیا وړ همکاري وکړي".

د جرمني په کولن ښار کې تر لسو زیاتو افغانو ښځو چې څو خویندې هم پکې شاملې دي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هیڅ نه خوړلو احتجاج پیل کړی دی او غوښتنه یې دا ده چې نړیوال دې په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو جنسیتي توپیر او ځورونې ختم کړي او هغوی ته دې په ازادۍ د ژوند، کار او تعلیم اجازه ورکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG