لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي "ترهګرو" سره نښته کې یو پوځي وژل شوی دی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې "ترهګرو" سره په نښته کې د پاکستاني‌ پوځ یو افسر وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي آر د خالي ـ شنبې په ورځ خپل بیان کې ویلي، دا پېښه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې هغه مهال شوې چې پوځ د ترهګرو یوه ځاله په نخښه کړه.

پوځ ویلي د عملیاتو په مهال ترهګرو سره نښته کې د پښتونخوا د بره دیر سیمې سره تړاؤ لرونکی یو عسکر ۲۸ کلن لانس نایک جمشید خان وژل شوی دی.

د پوځ د بیان له مخې د ترهګرو څخه د سیمې پاکولو لپاره عملیات روان اؤ پوځ هوډمن دی چې سیمې نه به د ترهګرۍ نوغی وباسي.

په دې وروستیو کې په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ د روانې میاشتې په دویمه نیټه هم په میرانشاه کې ترهګرو سره په نښته کې دپوځ مېجر عامر عزیز او یو پوځي محمد عارف وژل شوي وؤ.

د غېر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز د رپوټ له مخې سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوي او دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي،د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوي دي او بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصدي او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG