لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په پاکستان کې په بشپړه توګه د پولیو ختمول لا هم يو لوی چېلنج دی


په پاکستان کې د پوليو وایرس د مخنيوي په لاره کې لا هم خنډونه دي، د پوليو پروګرام چارواکي وايي انکاري خلک هم يو چېلنج دی چې په ترڅ کې د سیند صوبايي حکومت په نوي قانون کې له وېکسینو انکار د سزا وړ عمل ګرځولی دی.

په پاکستان کې د تېرو څو کالو راهيسې د پوليو زياتره پېښې يواځې د پښتونخوا او بلوچستان په پښتون ميشته سيمو کې مخې ته راځي. طبي ماهرین يې يو شمېر علتونه ښيي، وايي په داسې حال کې د ټولنې هرې طبقې ته پکار ده چې د دې رنځ د مخنيوي دپاره مثبت کردار ولوبوي.

د پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی سردار حسېن بابک وايي د پښتنو ماشومانو د روښانه سباوون دپاره مهمه ده چې د پوليو ختمولو دپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي، هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

"د هجرو مشران په اعتماد کې واخلئ، د مدرسو مهتمم اعتماد کې واخلئ او د جومات امام په اعتماد کې واخلئ او هره شعبه په اعتماد کې واخلئ چې هغه د پوليو ختميدو لپاره چې کوم کوښښ روان دی چې ټول ولس دې کې مونږ خپله را پاڅوو".

په پاکستان کې د پوليو د مخنوي پروګرام چارواکي وایي د پوليو واکسينو نه انکاري خلک لا هم يو چېلنج دی، په وروستيو کې د سیند اسمبلۍ نوی قانون ايمونايزيشن اينډ ايپيډېميک کنټرول منظور کړی چې له واکسينو انکار پکې جرم بلل شوی دی.

د پېښور هایکورټ ځوان وکيل نعمان محب کاکاخيل وايي، "د دې قانون تر مخه په سیند صوبه کې که څوک خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين ترڅنګ د نورو وبايي ناروغو په ضد واکسینونه رد کوي نو يوه مياشت قيد او پنځوس زره روپۍ جرمانه پرې لګېدای شي".

چارواکي وايي په پښتون مېشته سيمو کې د پوليو وایرس پاتې کېدو علتونو کې د امنيت خرابوالی هم شامل دی.

سردار حسين بابک وايي ماشومانو ته د پوليو رنځ بچ کېدو قطرې باوري کولو دپاره پوليسو او د پوليو ورکرانو د خپلو ځانونو قرباني ورکړې دي، وایي بايد دغو قربانیو ته په درنه سترګه وکتل شي:

"په پاکستان کې دننه د پښتنو له خاورې نه علاوه د پوليو کارکنان نه وژل کيږي په هغې حملې نه کيږي، نو ډېره زياته ضروري ده هر مرض چې دی د هغې ختمېدل ډير زیات ضروري دي خو د معاشرې د ولس د مرستې نه بغير بيا دا کار ګران شي".

په پښتونخوا کې د طب پوهان وایي بايد د سیند صوبي په شان د پاکستان په نورو صوبو کې هم ماشومانو ته د پوليو او د واکسینو په وړاندې د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره قانون سازي وشي.

یادونه:- دا رپوټ له پېښوره د ډیوه خبریال صدام حسېن را لېږلی دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG