لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زلنسکي واشنګټن ته سفر کوي، خو کانګرس کې ورسره پر نورو مرستو اختلافات دي


د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي راتلونکې اوونۍ په داسې وخت واشنګټن ته سفر کوي چې کانګرس د روس خلاف په جګړه کې د خپلې دفاع لپاره له اوکراین سره پر نوره 21 ارب ډالرو مرسته باندې بحث کوي.

د امریکې د کانګرس غړي په دې اړه ډېر سره وېشل شوي دي چې ایا اوکراین ته نورې مرستې ورکړي که نه چې د روس د یرغل خلاف جګړې دوام ورکړي.

صدر جو بایډن غواړي چې کانګرس د 13 ارب ډالرو پوځي مرستې او اته اربه ډالرو بشري مرستو منظوري ورکړي، خو د ریپبلکن ګوند ځینې غړي اوکراین ته د نورو مرستو د لېږلو مخالفت کوي.

تمه کېږي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې تر ګډون وروسته د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي را روانه اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې له صدر جوبایډن سره هم وویني.

که څه هم د روس د یرغل د پر شا تنبولو لپاره د اوکراین ځوابي اقدام تر هغه ډېر ورو دی چې تمه یې کېږي، خو صدر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې په کرایمیا ټاپو باندې یې د روس هوایي دفاعي نظام تباه کړی دی.

صدر زلنسکي د شپې ناوخته په یوه ویډیو کې ویلي، "د اوکراین ټول امنیتي ځواکونو او همدرنګه سمندري ځواکونه باید په ځانګړې توګه یاد شي، د یرغلګرو هوایي دفاعي نظام تباه شوی دی، ډېر مهم او ډېر ښه شوي".

نوي بندیزونه:

امریکې د پنجشنبې- زیارت په سهار په روس، ترکيه، عرب اماراتو او جورجیا کې د 150 زیاتو کاروبارونو او کسانو باندې له دې کبله بندیزونه ولګول چې د هغوی د تجارتي بندیزونو د سرغړونې مخه ونیسي.

امریکا وایي د دې کار مقصد یې د اوکراین خلاف جګړه کې له روس سره د مالي مرستو بندول دي. په اوکراین باندې د روس د یرغل 19 میاشتې وشوې.

د امریکې د بهرنیو چارو او خزانې وزارت د بندیزونو دا تازه پېکیج یو له هغو سترو بندیزونو دی چې تر اوسه د روس د یرغل په مهال لګول شوي دي.

د دغو بندیزونو هدف هغه کاروبارونه او کسان دي چې په ماسکو باندې د جګړې په هڅو کې د مرستې په توګه غربي ټیکنالوجي پلوري. دغه کاروبارونه او کسان په ترکیه کې هم دي او دا هېواد د هغه اتحاد [نېټو] غړی دی چې په جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي.

دغه کاروبارونه او کسان که په امریکا کې څه شتمنۍ ولري هغه ټولې به بندې شي او بل د دغو بندیزونو مقصد د آرکټیک قدرتي ګېس د منصوبو، د کان کیندنې او وسلو جوړولو او رغولو د کارخانو په ګډون د روس د توانایۍ څانګې د پراختیا مخه نیول دي چې له جګړې سره مالي مرسته کوي.

د امریکا دغه بندیزونه هغه ترکي او روسي کمپنۍ هم په نخښه کوي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په وینا ماسکو ته د روسي او یورپي الیکټرک شیانو په لېږلو مرسته کوي او وایي کېدای شي دغه شیان لکه کمپیوټر چیپونه او پروسېسرز کېدای شي په ملکي او پوځي اوزارو کې وکارول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه ترکي کمپنۍ هم په هدف کوي چې وایي د روس د دفاع له وزارت سره تړلې کمپنۍ د یوې سمندري بیړۍ د رغولو او مرمت چارې یې تر سره کړې وې.

جګړه دوام لري:

د اوکراین پوځ پرله پسې د روسي ډرون الوتکو د ویشتلو دعوې کوي، وایي تازه یې بېګا شپه د ماسکو له هغو 22 ډرون الوتکو څخه 17 ویشتلې او را غورځولې دي چې د اوکراین بېلابېل ځایونه یې په نخښه کول.

د اوکرایین پوځ دعوه کړې چې روسي ځواکونو یې د هېواد پر مایکولایو، زاپوریژیا، سومي او نیپروپېټروسک سیمو باندې څو واره بریدونه کړي دي.

د نیپروپېټروسک ځایي ګورنر سرهي لایسک وایي، په دغه سیمه کې له درو ډرو الوتکو څخه د یوې ماتې شوو ټوټو یوه ودانۍ او موټر زیانمن کړي او په وښو یې اور پورې کړی دی.

لایسک وایي روسي بمبار هم پر دې سیمه شوی خو وایي چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا بریدونه په داسې وخت شوي چې روسي چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ وویل په کرایمیا کې د سمندري جهازونو په یو مرکز د اوکراین په مزایل حمله کې 24 کسان زخمیان شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي،‌ اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG