یوه اوونۍ وروسته په چین کې د اېشیایي لوبو 19مې سیالۍ پیلېږي او ټاکل شوې چې د افغانستان شاوخوا 130 لوبغاړي به هم په دغو لوبو کې ګډون وکړي خو د طالبانو سخت دریځه حکومت په دغو کې یوه ښځینه لوبغاړې هم نه ده شامله کړې.
دغه لوبې د ستمبر له 23مې د اکتوبر تر اتمې د چین په هانګژو ښار کې کېږي، چې ټاکل شوې د شاوخوا 45 هېوادونو نارینه او ښځینه لوبغاړي به پکې په بېلابېلو لوبو کې ګډون کوي.
د پاکستان اولمپیک اسوسیېشن وایي، اېشیایي لوبو ته د کرکټ او والیبال په ګډون د هېواد د بېلابېلو لوبو 262 ورزشکاران لېږي، چې وایي په هغوی کې 137 نارینه او 53 ښځینه ورزشکاران او د ادارې چارواکي شامل دي.
د طالبانو د ورزش او بدني روزنې د ادارې ویاند اتل مشواڼی وایي، افغان ورزشکاران په بېلابېلو ورزشي برخو کې پوره تیاري لري، خو وایي په دې سیالیو کې د ښځينه افغان لوبغاړو د ګډون دپاره یې حکومت څه د حل لار نه ده موندلې:
"د اوس لپاره په دې اړه څه ویل تر وخت مخکې دي، ځکه په داخل کې دې مسئلې ته د حل لاره نه ده پیدا شوې. هر کله چې په داخل کې حل لاره ورته پیدا شوه بیا موږ ویلای شو چې دوی [ښځې] به ګډون وکړي که نه."
خو د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فیدرېشن مشر فضلي احمد فضلي وايي، افغانه بایسکل ځغلوونکې یلدوز هاشمي به په دې لوبو کې د افغانستان په استازیتوب برخه ولري چې اوس له افغانستانه بهر اوسیږي:
"موږ خوشبختانه یلدوز هاشمي خپله استازې ټاکلې ده او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به دا زموږ نمایندګي کوي. پر شل تاریخ موږ خپل سفر پیلوو، دوې هفتې به هلته یو چې تمرینات وکړو او د آب و هوا سره بلد شو."
یلدوز هاشمي راروانو اولمپیک لوبو ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې په خپل استازیتوب سره د اېشیا په کچه د افغان ورزشکارانو اواز واوسي.
خو بل لور ته د لوبو پوهان وايي پر نړیوالو ډګرونو د لوبو کولو مقصد یواځې د میډلونو ګټل نه، بلکې د ملتونو کلتور او دودونه نندارې ته وړاندې کیږي، وایي د ښځینه لوبغاړو ګډون همدومره ضروري دی لکه د نارینه لوبغاړو.
د لوبو ماهر منور شاه شهزاد وايي، افغانستان به هغه وخت د چین د اېشایي لوبو په ګډون په نړیوالو لوبو کې ښه استازیتوب ولري چې افغانې ورزشکارانې هم په سیالیو کې برخه ولري.
د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د مخنیوي ګډون افغانو مېرمنو ته د لوبو او ورزش اجازه هم نه شته، چې له کبله یې زیاتره ښځینه ورزشکارانو له هېواده وتلو ته مجبوره شوې او ځینې یې د وتلو په تکل کې دي.
یادونه:- د رپوټ ډېره برخه معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.
Forum