لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم: "د طالبانو د واکمنۍ په رسميت پېژندو غور نه کوو"


د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو غور نه کوو خو په کابل کې واکمني د طالبانو سره ده ځکه رياستي خبرې به هم د هغو سره کولی شي".

د وي او اې اردو سره په ځانګړې مرکه کې د کاکړ نه د چین لخوا د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندو په حواله پوښتنه شوې او هغه یې په ځواب کې ویلي، "د يو خپلواکه هيواد په حېث دغه د بيجنګ خپله فېصله ده او د يو ازاد ملک په فېصله پوښتنه راولاړول په سفارتي کچه مناسب نه دي".

د افغانستان په حواله د سيمې د هېوادونو د ګډې تګلارې عملي کېدو په کار نه راتلو پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي کاکړ ويلي، "دغه اشتراک په مختلفو نکاتو دی او د افغانستان په حواله د سيمې د هيوادونو ګډه تګلاره اوس هم موجوده ده".

هغه زياته کړې د افغانستان سره د پاکستان تجارت په رسمي توګه روان دی خو د غېر قانونه ټرانزټ تجارت او قاچاق پرضد کارروايي ضروري ده.

د پاکستان نګران وزيراعظم په افغانستان کې د امریکا د وسلو پاتې کېدو په حوالې سره ویلي، د سيمې د هيوادونو سره د پاکستان د اړيکو خپلې تقاضې دي او د لويديځ يا غرب سره هم د لسيزو راهسې تاريخې اړیکې لري.

هغه ويلي، "د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ټول قوتونه په يو مخ دي او په دغه حواله اسلام اباد او واشنګټن کې شريک نکات موجود دي".

افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدو وضاحت یې کړی چې دا تاثر ورکول چې "ګنې امریکا د يو سازش لاندې په افغانستان کې وسله پاتې کړې او د سیمې نه وتلې ده دا سم تاثر نه دی او نه د هغه د بيان مقصد دغه وو".

کاکړ ويلي، "د بیان مقصد یې دا په ګوته کول وو چې د امریکا جوړې وړې جنګي وسلې نه يواځې په تور مارکيټ کې په منځني ختيځ او منځنۍ اېشيا کې خرڅيږي بلکې د پاکستان دپاره هم يو چېلنج جوړ شوی دی".

هغه ویلي، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او نور ترهګر تنظيمونه د ترهګرۍ دپاره دغه وسلې کاروي او دا د پاکستان دپاره سټراټيجيکي چېلنج دی.

له دې وړاندې انوار الحق کاکړ د روانې میاشتې په سر کې پاکستاني خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو، "د بده مرغه د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونه په ذمه واره توګه د وتلو په ځای په توندۍ سره وتلي او په غټه کچه وسله ترې پاتې شوې ده، او د نړيوالو ځواکونو په توندۍ وتلو اثرات په ټوله سيمه دي".

هغه ويلي وو، "دلته چې کومې وسلې پاتې شوې د جګړې په ډګر کې یې د ترهګرو او غېر رياستي عناصرو توان یو څه سېوا کړی دی، خو د هغې ځواب به هم هغه شان ورکول کيږي".

پاکستان کې د انتخاباتو په حواله وي او اې اردو سره په مرکه کې د پاکستان نګران وزیراعظم ویلي، "پاکستان په ختيځه او لويديځه پولو د خطرو سره مخ دی خو په يو وخت به په پوله خطرې قابو کړی شي او انتخابي عمل به هم بې د کوم خنډه ترسره کړی شي".

هغه زياته کړې، "د پاکستان په ختيځه او لويديځه پولو د خطرو سېوا کېدو او هغې ته د کلک ځواب ويلو دپاره ضرورتونه سېوا شوي خو د انتخاباتو په کېدو به کومې اغېزې نه وي".

نوموړي دا هم ويلي، "پاکستان د افغانستان سره په پوله امنيتي خطرې لري او د دوحې په تړون کې طالبانو باور ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هيواد ضد د ترهګرۍ دپاره نه کاريږي".

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان دریځ لري چې په ملک کې ترهګري سېوا شوې او څو ځله یې تورونه لګولي چې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

د کاکړ په خبره "پاکستان ته د دفاع حق ترلاسه دی او د خپلو خلکو او خاورې د دفاع دپاره چې چرته مناسب ګڼي ضرور به ګام پورته کوي".

هغه زياته کړې، "کومه خطره مخې ته راځي د هغې ترمخه به فېصله کولی شي او هغه به په عمل کې په نظر راځي چې مونږ څه کول غواړو او څه کولی شو".

انوار الحق کاکړ دا هم ويلي، "دا سمه نه ده چې د طالبانو حکومت د پاکستان خبره نه اوري او نه اسلام اباد د کابل په وړاندې کومې ځانګړې غوښتنې لري".

نوموړي زياته کړې، طالبان په دې خبره قايل دي چې خاوره یې د بل کوم هيواد پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدل نه دي پکار او هغوی وايي چې داسې ولې نه کيږي او په دغې حواله پاکستان د طالبانو سره خبرې اترې کوي چې دوی کوم کردار ترې غواړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG