لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید پولیسو نیولی دی


په پاکستان کې د تحریک انصاف د تېر حکومت د یو شمیر پخوانیو چارواکو له ګرفتارۍ وروسته پولیسو تېره شپه د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید احمد هم د اسلام اباد نه نیولی دی.

د شیخ رشید وکیل سردار عبدالرزاق پخپل یو بیان کې د شیخ رشید د نیول کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې هغه تېره شپه په اسلام اباد کې دخپل کور څخه پولیسو اؤ په ساده کپړو کې مامورینو پورته کړی اؤ نامعلوم مقام ته یې وړی دی.

هغه دعوه کړې ده چې د شیخ رشید ترڅنګ پولیسو د هغه یو وراره شیخ شاکر اؤ ملازم عمران شیخ هم نیولي دي.

هغه ویلي ورته نه ده معلومه چې پولیسو شیخ رشید په کومه مقدمه کې نیولی دی خو وایي د ګرفتارۍ پرضد به یې د عدالت دروازه ټکوي.

پاکستاني رسنۍ وایي تر نیول کېدو وروسته شیخ رشید بیګا د شپې ناوخته د پېنډۍ پولیسو ته سپارلی اؤ هغوي په سختو حفاظتي انتظاماتو کې اسلام اباد ته منتقل کړی دی.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ د پېنډۍ د پولیسو د ویاند له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې شیخ رشیخ د پېنډۍ پولیسو نه دی نیولی اؤ نه هغه دا وخت د پېنډۍ پولیسو سره شته.

دکورنیو چارو د پخواني وزیر شیخ رشید وراره اؤ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شیخ راشد شفیق په ټولنیزو رسنیو خپل یو ویډیو بیان کې دعوه کړې ده چې شیخ رشید پولیسو د اسلام اباد نه نیولی اؤ وایي هغه په داسې حال کې نیول شوی چې پرضد یې هیڅ یوه مقدمه نشته.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت یو شمیر پخواني چارواکي پولیسو په بیلابیلو مقدمو کې نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.

په دغو نیول شوؤ پخوانیو چارواکو کې پخوانی وزیراعظم عمران خان، دبهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي،دپنجاب صوبې پخوانی وزیراعلا پرویز الهي ،د پنجاب د صحت د چارو پخوانۍ وزیره یاسمین راشد ، دعمران خان خوریی حسان نیازي اؤ ګڼ شمیر نور شامل دي.

دتحریک انصاف ګوند چیرمین اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې د ګوند یې تر لسو زرو زیات فعالین نیول شوي اؤ په زندانونو کې ورسره بده رویه کیږي خو حکومت دهغه لخوا د ښودل شوؤ دغو شمیرو سره اتفاق نه کوي اؤ وایي یوازې هغه څوک نیول کیږي چې پرضد یې مقدمې درج دي.

عمران خان دعوه کوي چې دهغه ګوند دا مهال پاکستان کې تر ټولو زیات په ولس کې محبوبیت لري اؤ وایي داقتدار نه د هغه د لرې ساتلو په غرض یې پرضد انتقامي کارروایۍ روانې دي .

د کورنیو چارو پخوانی وزیر که هر څو دعمران خان د ګوند غړی نه دی اؤ د عوامي مسلم لیګ په نوم خپل یو ګوند لري خو هغه دعمران خان د ګوند سره په تېر حکومتي کې ایتلافي و اؤ د هغه له حکومت ختمېدو وروسته هم وخت په وخت په ټولنیزو رسنیو د عمران خان په ملاتړ بیانونه جاري کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG