د یوې نوې سروې یا نظر پوښتنې تر مخه په افغانستان کې په سلګونو ښځې وايي ملګري ملتونه باید د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني تر څو چې ښځو ته د کار او تعلیم ته لاس رسی نه وي بحال شوی.
د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو په سروې کې برخه اخیستونکې 592 ښځو کې خواوشا 46 فیصده ویلي نړیواله اداره باید د طالبانو حکومت " په هېڅ صورت " د افغانستان د حکومت په توګه ونه پیژني.
د دغه نیمایي ځواب ویونکو ویلي چې د طالبانو د حکومت هر ډول پېژندنه باید د ښځو په حقونو کې د پام وړ پرمختګونو پورې اړه ولري په شمول د دوی د زده کړې او د کار کولو حق.
د 2021 کال اګست کې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وروستو طالبانو د جینکو ثانوي ښوونځي یا سکولونه او پوهنتونونه تړلي دي چې ترمخه یې بې شمېره نجونې یې زده کړو ته د لاس رسي نه بې برخې کړي دي او د ښځو په کار کولو یې پراخه محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانوحکومت د ښځو په ټولنیزو حقونو لکه په لوبو او تفریحي ځایونو ته د لاس رسي په برخه کې بې شمېره نور محدودیتونه وضع کړي دي چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه یې هڅولي چې افغانستان د "جنسي توپیر" لاندې هېواد ګرځوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د ګل- سه شنبې په ورځ په یوه رپورټ کې ویلي دوی [د سروې ځواب ورکوونکو] اندیښنه څرګنده کړه چې دا پېژندنه [په رسمیت پېژندنه] به یوازې طالبان چارواکي وهڅوي چې د ښځو او جینکو په وړاندې په خپلو تګلارو او کړنو کې سختې ته دوام ورکړي.
طالبان د نړیوالې ټولنې نه په رسمیت پېژندلو غوښتنې سره د پام وړ غوښتنو سره مخ شوي دي. زیات هېوادونو غوښتنه کوي چې طالبان دې خپل ناوړه سیاستونه پریږدي، یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.
خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د دوی "اسلامي امارت" ټول شموله دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي.
خو تېره اونۍ د افغانستان دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي وو : زما په خیال د عادي یا معمول کېدو په لور ګامونه ممکن نه دي. او زه فکر کوم چې د نړیوالې ټولنې تر منځ به د پام وړ یووالی تر هغه وخته پورې پاتې شي چې مونږ د ولس سره د دوی [طالبانو] چلند کې د پام وړ بدلون ونه وینو."
د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور تور پیکۍ د ګل/دوشنبې په ورځ وي او اې افغان څانګې ته په یوه انلاین مرکه کې وویل: "مونږ به تر هغه وخته پورې هڅې جاري ساتو ترڅو چې د افغان جینکو د تعلیم او د ښځو د کار حقونه بېرته نه وي بحال شوي."
د ملګرو ملتونو سروې کې ویل شوی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو په روغتیا، ګټو او ټولنیز نفوذ ته هم د پام وړ تاوان رسیدلې دی.
د یوناما په رپورټ کې ویل شوي: " هغه ښځې چې په دغه سروې کې ورنه پوښتنې شوي په تکرار سره خپل ژوند د هغو بندیانو په څیر تشریح کوي چې په تېاره کې ژوند کوي او د راتلونکي امید بغیر تر کور پورې محدوده پاتې دي."
دغه سروې کې برخه اخیستونکو 80 فیصده ښځو ویلي چې د دوی امدن یا عاید ترلاسه کولو فعالیتونو کم شوي دي.
د جولای په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د ښکلا پر سالونونو بندیز ولګاوه چې خواوشا 4,000 ښځې یې امدن څخه بې برخې کړې.
Forum