په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په ګډه پوله له پیدا شوؤ جنجالونو وروسته دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي په افغانستان کې دطالبانو لنډ مهاله حکومت سره د پاکستان اړیکو ښه کېدو کې به یو څه وخت لګي خو وایي هغه باوري دی چې د اړیکو په ښه کولو کې به بریالی شي.
دپاکستان د دولتي خبري اژانس ای پي پي د رپورټ له مخې دملګرو ملتونو د 78مې غونډې په مهال د امریکایي اوونیزې مجلې نیوز ویک سره مرکه کې نګران وزیراعظم ښاغلي کاکړ ویلي مونږ د ټولې سیمې په هکله یو پراخه نقطه نظر لرو.
د نګران وزیراعظم وینا وه"خو دا ځېنې ورځنۍ پېښې کله کله زمونږ اړیکې خرابوي اؤ کړکیچنوي خو مونږ هڅه کوؤ یوه داسې منظمه حل لاره ورته پیدا کړو چې د دواړو (پاکستان اؤ افغانستان)په ګټه وي"
جنوبي ایشیایي سیمې ته د امریکې د پاملرنې په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي کاکړ ویلي ،که دا سیمه نظرانداز کیږي یا ورته امریکا لږه پاملرمه کوي نو دسیمې د یو فرد په توګه هغه به پرې ډیر حیران وي ځکه چې دا هغه سیمه وه چې پکې ډیر څه کېدل.
د وزیراعظم کاکړ په خبره" په دې سیمه کې درې،څلور اربه خلک اوسیږي نو څلور اربه خلک څخه له نظره غورځول کیدای شي ځکه چې دا خو دنړۍ نیمایي برخه انسانان دي"
دهغه وینا وه چې په دې سیمو کې ممکنه شخړې شتون لري چې له هغې څخه یوه د کشمیر شخړه ده اؤ دا شخړه د دوؤ ایټمي ریاستونو تر منځ ده خو په دې خبره باید سوچ وکړل شي چې په یورپي براعظم به ددې څه اغېزې وي اؤ یا په ټوله نړۍ، شمالي امریکا اؤ پاتې برخو به یې څه رقم اغېزې مرتب کیږي؟
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان نګران وزير اعظم انوارالحق کاکړ د هر رقم ترهګرۍ مخالفت کړی و اؤ ویلي یې وؤ پاکستان د هند په شمول د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي
څېړونکي وايي نړۍ نور د پاکستان په تشو دعوو اعتبار نه کوي اؤ که پاکستان په رښتیا هم د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لرل غواړي نو د ترهګرو په ضد به عملي ګامونه پورته کوي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وایي، اوس د خبرو اترو وخت تېر دی، اوس د عمل وخت راغلی دی.
د وي او ای ډیوه خبریال عثمان خان سره خبرو کې ښاغلي عرفان اشرف ویلي "که چېرې پاکستان عملي کېږي او دنيا ته ښيي دی په سيمه کې د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي نو پوځ چې د ترهګرۍ د لارې سياست او جمهوريت یرغمال کړی دی له دې نه به لاس اخستل وي او که دا هر څه هم داسې روان وي نو نړۍ نوره د پاکستان اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته نه ده تیاره"
د پاکستان نګران وزیر اعظم دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې هېواد يې د سخت اقتصادي حالاتو او په کور دننه د سياسي کړکېچ سره مخ دی او ورځ تر بله د ترهګرۍ پېښې هم سېوا کېږي.
پوهان په ملګرو ملتونو کې د کاکړ وینا يو سياسي بیان ګڼي او وايي په نړيواله کچه د هغو هېوادونو خبره اورېدل کېږي چې په اقتصادي توګه مضبوط وي.
Forum