لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ حکم کړی عمران خان دې له اټک زندانه اډياله ته ولېږدول شي


د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس عمر فاورق حکم کړی پخوانی وزيراعظم عمران خان دې د اټک څخه اډياله زندان ته ولېږدول شي.

اسلام اباد هايکورټ نن د ګل، دوشنبې په ورځ د عمران خان د اټک څخه اډياله ته د لېږدولو په خواست اورېدنه کړې ده.

د رپوټونو ترمخه عمر فاورق ويلي، هغه بنديان چې ټرايل اورېدنې یې روانې دي په اډياله جېل کې دي، بيا عمران خان ولې په اټک کې ساتل کيږي.

نوموړي جج ويلي، په اټک زندان کې د عمران خان د ساتلو حکم د توشه خانې قضيه کې وو.

خو اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته ويلي، چې عمران خان د سايفر قضيه کې نیول شوی عدالتی حکم یې په اټک زندان کې د ساتلو وو.

د رپوټونو ترمخه د عمران خان وکيلانو عدالت ته خواست کړی چې د عمران خان د اټک څخه اډياله زندان ته د منتقل کولو حکمنامه دې نن جاري کړي او عدالت ويلي، هڅه کوي چې هم نن حکم جاري کړي.

د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د بند او جرمانې سزا اورول شوې خو وروسته د اسلام اباد هایکورټ ياده سزا ځنډولې او د هغه په ضمانت د خوشي کولو امر یې کړی وو.

خو هم په هغه ورځ د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې جوړ ځانګړي عدالت د سايفر قضيه کې په اټک زندان کې د عمران خان د ساتلو لارښوونه کړې وه.

عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

تېر د شهباز شریف په وزيراعظمۍ اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې.

[رپوټ کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG