سعودي عرب له امریکې سره د یو پوځي تړون کولو اراده لري، د دې تړون په بنیاد به له اسرایلو سره د اړیکو جوړولو په بدل کې له واشنګټنه غواړي چې د سعودي دفاع وکړي.
دا خبره درو سیمه ییزو سرچینو کړې چې له دغو خبرو اترو خبر دي، هغوی وایي سعودي ویلي چې که اسرایل فلسطینیانو ته د ریاستي درجې په ورکولو کې لوی رعایتونه ور نه کړي هم ریاض به دا تړون ونه ځنډوي.
له ځایي سرچینو څخه یوه وایي، که څه هم سعودي عرب د فلسطینیانو لپاره د سولې د پلان ملاتړ کوي، خو وایي دا ځل ریاض یواځې د فلسطینیانو لپاره نه بلکې د خپل هېواد لپاره هم یو څه غواړي:
"د اړیکو عادي کېدل به د اسرایل او سعودي عرب تر منځ وي، که فلسطینیان یې مخالفت وکړي هم سعودي بر پر خپله لاره ځي".
کېدای شي دا تړون تر «کاسټ ایرن» کم وي، خو سعودي ته د نېټو په طرز د دفاع ضمانت ورکوي او د دې غوښتنه لومړی هغه وخت شوې چې پر دې موضوع د 2022م کال په جولای کې ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان او صدر جوبایډن په سعودي کې بحث کړی وو.
یوه امریکایي سرچینه وایي کېدای شي دا له اېشیایي ریاستونو سره د واشنګټن د تړونونو غوندې وي، خو وایي که کانګرس یې منظوري ور نه کړي، نو بیا کېدای شي له بحرین سره د امریکې د تړون په څېر وي، چې هلته د امریکایي سمندري ځواک پینځمه بېړۍ ولاړه ده او وایي د دې تړون لپاره د کانګرس ملاتړ ته اړتیا نه شته.
سرچینه وایي واشنګټن که سعودي عرب ته د غیر نېټو اتحادي حیثیت ورکړي لکه اسرایلو ته چې یې لا له مخې ورکړی دی نو کېدای شي دا تړون ریاض ته لا زیات د منلو وړ اوسي.
خو دا ټولې سرچینې وایي که پر سعودي عرب د کوم هېواد برید کېږي نو د امریکې د خوندیتوب د ضمانت ډاډ به تر لاسه نه کړي، لکه د 2019م کال په ستمبر کې چې یې د تېلو پر ذخیرو میزایل بریدونو د نړۍ بازارونه ولړزول.
ریاض او واشنګټن د هغو بریدونو تور په ایران پورې کړی وو خو تهران پکې لاس لرل رد کړي وو.
د دې تړونونو په بنیاد به د نړۍ تر ټولو ستر د تېلو پلورونکی د امریکې د تحفظ د ضمانت په بدل کې له اسرایلو سره اړیکې عادي کړي او په منځني ختیځ کې به د اوږدې مودې دښمنان یو بل ته نیژدې کړي.
دا تړونونه به په سیمه کې د چین تر اغېز وروسته سعودي واشنګټن تر ور پابند کړي او دا به د صدر جو بایډن لپاره د امریکې د 2024م کال تر صدارتي ټاکنو مخکې یوه سفارتي بریا وي.
کېدای شي دا تړون پر فلسطینیانو د اسراییلو ځینې بندیزونه نرم کړي خو دا ډول اقدامات به د خپل ریاست لپاره د دوی له هیلو سره سم نه وي.
د تړون په اړه له دغو خبرو اترو خبرو درو سیمه ییزو سرچینو وویل، د نورو عربي هېوادونو او اسرایلو د تړونونو په څیر چې په تېرو لسیزو کې شوي د ریاست لپاره د فلسطین اصل غوښتنه به پر شا شي.
د سعودي حکومت او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دې ممکنه تړون په اړه په ایمېل کې ور لېږل شویو پوښتنه ته تر اوسه څه جواب نه دی ویلی او امریکایي سرچینې هم له نوم ښکاره کولو پرته ویلي چې پر دې دفاعي تړون لا کار روان دی.
Forum