لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو او پاکستان خارجه وزیران د چین غونډې ته رسېدلي، دواړه به پر خپلو دوه اړخیزو مسایلو هم غږېږي


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي د چین د حکومت په بلنه په دې هېواد کې د ټرانس هماليا فورم په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

په تېره ستمبر میاشت کې چین د نړۍ لومړی هېواد شو چې خپل نوی سفیر یې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته واستاوه، خو د طالبانو حکومت لا د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند او د عامه اړیکو د څانګې مرستیال مشر ضیا احمد تکل د سه شنبې- نهې پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې د امیرخان متقي په مشرۍ دا پلاوی د چين په رسمي بلنه په دې غونډه کې ګډون کوي:

"په دغه فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو تر منځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه ‌ييز اتصال [پیوستون] او ايکولوجيکي [ماحولیاتي] بدلونونو باندې بحثونه کېږي".

ښاغلی تکل وایي‌ د بهرنیو چارو وزیر او پلاوی به یې د دې غونډ په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هیوادو له استازو سره هم دوه اړخیزې ناستې کوي او پر اړوندو موضوعاتو به ورسره خبرې کوي.

ویاند وايي له امیرخان متقي سره په دې سفر کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.

ټاکل شوې چې د ټرانس همالیا فورم دوه ورځنۍ غونډه د چین د خپلواکې سیمې تبت په نېنګچي ښار کې د اکتوبر له څلورمې تر پینځمې پورې وشي او دا د دې فورم درېیمه غونډه ده چې سږ کال یې سرلیک «ماحولیاتي تهذیب او چاپېریال ساتنه» ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالی وزیر جليل عباس جيلاني هم د چين د خارجه وزير وانګ يي په بلنه په دې غونډه كې ګډون کوي او ټاکل شوې چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم وویني.

د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیران به په ممکنه توګه پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي، ځکه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو له کبله اسلام باد ګوته کابل ته نیسي او طالبان وایي چاته به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بل هېواد په ضد وکاروي.

دا به په دوو اوونیو کې چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي دویم سفر وي چې یو بهرني هېواد ته یې کوي، د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو له کبله د دوی بهرني سفرونه ډېر محدود دي.

ټرانس هماليه فورم په كال 2018م کال د سيمه یيزو هېوادونو تر منځ د جغرافيایي پیوستون٬ چاپېریال ساتنې، ماحولیاتي خوندیتوب او كلتوري اړیکو زياتولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د عملي مرستې زياتولو لپاره جوړ شوی وو. د دې فورم وروستۍ غونډه په 2019م کال كې شوې وه.

امیر خان متقي د ستمبر پر 29مه د ماسکو فارمټ پینځمې غونډې ته په وینا کې د چین د حکومت مننه کړې وه، چې وایي د طالبانو حکومت ته یې نوی سفیر ور لېږلی دی. متقي هیله څرګنده کړې وه چې نور هېوادونه هم خپل سفیران ور ولېږي او هم په خپلو هېوادونو کې د دوی سفیران ومني.

د نړیوالو چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چین ته د ښاغلي متقي سفر د افغانستان لپاره یو مثبت قدم دی ځکه چې وایي ددې خطر شته چې افغانستان به په بشپړه توګه له یواځیتوب سره مخ شي.

ښاغلي فرهادي وي او اې اشنا ته ویلي، چین د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې ځینې غوښتني هم لري، چې یوه یې په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د وسلوالو شته والی دی، وایي د طالبانو حکومت د دغې ډلې وسلوال له چین سره د افغانستان له پولې لرې سیمو ته منتقل کړي دي.

ښاغلی فرهادي وايي، که څه هم چین طالبانو حکومت ته خپل نوی سفیر لېږلی خو وایي لا یې هم په چین کې د طالبانو سفیر نه دی منلی او نه یې د دوی حکومت په رسمیت پیژندلی دی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو شرطونه ایښي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG