لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ وارم اپ سیالۍ: افغانستان خپله سيالي ګټلې او پاکستان بايللې


د کرکټ د نړيوال جام، کپ په وارم اپ سياليو کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړې او پاکستان دويمه سیالي هم بایللې او د اسټريليا نه یې ماتې خوړلې ده.

د افغانستان او سري لنکا لوبډلو ترمنځ سیالۍ پچه، ټاس افغان لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې سري لنکا ته ورکړی وو.

د سري لنکا ټوله لوبډله [لس واړه لوبغاړي] په ټاکلو 50 اوورونو کې په 47م اوور کې اوټ شوي او 294 رنزونه یې جوړ کړي وو.

د سري لنکا کوشل مېنډس په 87 بالونو 158 رنزونه جوړ کړي خو دوه لوبغاړو یې بيخي رنزونه نه وو جوړ کړي او دوه یې په يو، يو رنز اوټ شوي وو.

د افغانستان محمد نبي په اتو اوورونو کې 44 رنزونه ورکړي او څلور لوبغاړي یې سوځولي.

د باران له امله د سيالۍ اوورونه 42 ته او هدف 257 ته راکم کړی شوی وو.

او افغان لوبډلې بيا ټاکلی هدف په 39م اوور کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو پوره کړی او سيالي يې ګټلې ده. رحمان الله ګربز 119 او رحمت شاه 93 رنزونه جوړ کړي دي.

د افغانستان لومړۍ وارم اپ سيالي د جنوبي افريقا سره وه خو د باران له امله نه وه شوې.

پاکستان

د وارم اپ دويمه سيالۍ کې اسټريليا د پاکستان خلاف پچه، ټاس ګټلی او لومړی بېټنګ کې یې په اووه لوبغاړو اوټ کېدو په 50 اوورونو کې 351 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې پاکستانۍ لوبډله په 48م اوور کې په 337 رنزونو اوټ شوې او اسټريليا په 14 رنزونو سيالي ګټلې ده.

پاکستان له دې وړاندې وارم اپ لومړۍ سيالي د نيوزي لېنډ نه بايللې وه.

د کرکټ د نړیوال جام 2023 رسمي سيالۍ سبا پېل کيږي.

پاکستان به خپله لومړۍ سيالۍ کې په شپږم اکتوبر د نيدرلېنډ سره او افغانستان په اووم اکتوبر د بنګله دېش سره مخامخ کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG