د امریکې د دفاع وزير لايډ اسټن د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منير سره په ټیليفون خبرو کې په بېلابيلو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
د امریکې د دفاع وزارت وياند بريګيډير جنرل پيټ رايډر د خبرو په حواله ویلي، سيکرټري اسټن او جنرل منير په دوه اړخيزه چارو او سیمه کې په تازه پرمختګونو خبرې کړي دي.
خو د دفاع وزارت په بيان کې د پرمختګونو تفصيل نه دی شوی چې په کومو ځانګړو پرمختګونو خبرې شوي دي.
او نه د پاکستان پوځ د دغو خبرو په حواله کوم بيان خپور کړی دی.
د امریکې د دفاع وزیر د پاکستان د پوځي مشر سره خبرې په داسې حال کې کړي چې پاکستان د ناامنۍ او اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی.
څيړونکي وايي په يادو خبرو کې به پاکستان کې د ترهګرۍ او نورو موضوعاتو خبرې شوي وي.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره خپل تازه رپوټ کې ویلي، سږکال د ټول هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې 57 فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول هیواد کې ترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې چې په کې 36فيصده بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لویه شرحه ده.
د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.
پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.
پاکستان کې سږ کال په امنيتي ځواکونو د زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي، داعش او بلوڅ بېلتون خوښو ډلو هم د ځينو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.
د امریکا د دفاع وزير د پاکستان د پوځي مشر سره د خبرو يوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند میتهيو میلر په خبري کانفرنس کې پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د مرستو په حواله پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو،
"څو پورې چې د ترهګرۍ ضد مرستو سوال دی، نو مونږ [امریکا] د پاکستان سره په دغه لړ کې په بېلابيلو برخو کې مرستې کوو او په هغې کې په ترهګرۍ کې نومول شوو کسانو او تنظيمونو ته د ماتې ورکولو تګلارې شاملې دي".
هغه زياته کړې وه، "په دغه لړ کې د روان کال په لومړو کې مونږ دواړو ملکونو ته د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو، د لوړې کچې ناسته کړې او په هغې کې په داسې برخو کې په مرستو کولو د کار کولو ویل شوي وو چې پکې په پولو د امنیت او ترهګرۍ دپاره مالي مرستې شاملې وې".
د نوموړي په خبره، "مونږ د دې باور دپاره د پاکستان سره مرستې دوامداره ساتو چې د پاکستان په هغو برخو کې زياتې مرستې وشي کومې چې د هر ډول ترهګرۍ او توندروۍ د خاتمې دپاره وي".
د پاکستان حکومت او پوځ بيا بيا تکراروي د ترهګرۍ پرضد مبارزه به روانه وي څو پورې چې د ترهګرۍ وروستی ګواښ ختم کړی شوی نه وي.
Forum