په شام کې د پوځي اکېډمۍ د فراغت پر یوه غونډه ډرون بریدونه شوي، چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 89 تنه پکې وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. د دې خونړۍ پېښې له کبله په شام کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د شام په حمص ښار کې ګڼ شمېر کورنۍ- چې ښځې او ماشومان هم پکې وو- د خپلو پوځي ځوانانو د فراغت مراسمو ته ورغلي وو، چې د غونډې په وروستیو کې ناببره ډرون بریدونه ورباندې وشول.
د شام د دفاع وزارت دا د "ترهګرو" کار بللی او ویلي یې دي چې په دې برید کې له لسګونو پوځیانو سره سره د هغوی د کورنیو کسان هم وژل شوي او شاوخوا 240 کسان ټپیان شوي چې پکې د ډېرو حالت مرګونی دی.
د شام یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د فراغت په دې مراسمو کې د شام د دفاع وزیر علي محمود عباس هم ګډون کړی وو، خو وایي تر برید څو منټه مخکې هغه له دې غونډې وتلی وو.
يو عيني شاهد ایز الدین چې د پوځیانو د فراغت غونډې ته ورغلى وو وایي:
"موږ هیڅ هم ونه لیدل، کله چې د فراغت غونډه ختم شوه موږ ورغلو چې زما وراره وګورو او ناڅاپه چاودنه وشوه، نه پوهېږم د ډرون برید وو که څه وو، له هغه وروسته ګډوډي جوړه شوه او بیا موږ په روغتون کې وو".
په دې برید کې د وژل شویو پوځي ځوانانو جنازې نن د جمعې په ورځ په پوځي مراسمو سره تر سره شوې، چې پر تابوتونو یې د شام بیرغونه لګېدلي وو او وروسته یې خاورو ته وسپارل.
یو نوی پوځي افسر یاسر محمد چې خپله خو له دې بریده روغ رمټ وتلی، خو مور یې په دې برید کې وژل شوې ده، هغه وایي "زما مور چې زما د فراغت د خوشالۍ لمانځل ته راتله لکه زما واده ته چې راځي".
د شام پوځ منلې چې دا ډرون الوتکو د فراغت دا غونډه په نخښه کړې، خو دا چې څومره پوځيان په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي په دې اړه یې کره معلومات نه دي ورکړي، خو وایي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دې برید ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو د شام پوځ د چا له نوم اخیستلو پرته د برید تور په هغو توندروه ډلو لګولی چې د ده په وینا "معلوم نړیوال ځواکونه یې ملاتړ کوي"، او ګواښ یې کړی چې که دغه ترهګرې ډلې هر ځای وي "په پوره ځواک سره به ورته جواب ووايي."
له پرونیو ډرون بریدونو وروسته د شام ځواکونو د یاغیانو تر واک لاندې شمال لوېدیځ ښار ادلب کې هوایي بمباري کړې ده، خو دا معلومه نه ده چې په دې بمبارۍ کې څومره خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک پرون په یو بیان کې ویلي، انتونیو ګوتېریش په حمص ښار کې د پوځي اکېډمۍ د فراغت پر مراسمو ډرون بریدونو اندېښمن کړی، خو وایي د دې بریدونو په بدل کې د شام په شمال لوېدیځ کې پر مختلفو ځایونو د بریدونو په اړه یې هم اندېښنه ښکاره کړې ده.
د شام جګړه په 2011م کال کې هغه وخت پیل شوه چې د صدر بشارالاسد حکومت د حکومت خلاف سوله ییز لاریونونه په زور وځپل. د شام په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې تر پینځه لکه ډېر کسان وژل شوي او په میلینونو نور په هېواد کې دننه بې ځایه شوي یا بهر کډه شوي دي.
یادونه:- په رپوټ کې د رویټرز، اې پي او اې ایف پي معلومات کارول شوي دي.
Forum