لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لوېدیځ ولایتونه 6.3 زلزلې لړزولي، 15 تنه مړه شوي لسګونه ټپیان دي


د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو هرات،‌ بادغیس او فراه کې نن سهار پر ځایي وخت شاوخوا یوولس بجې زلزله شوې چې د طالبانو د چارواکو په وینا تر اوسه پکې د 15 تنو د مړینې او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د آفتونو په وخت د انتظام د مرکزي ادارې ویاند ملا جان سایق رسنیو ته ویلي، تر اوسه پورې د 15 تنو د مړینې او د 40 د ټپي کېدو خبر لري، خو وایي دا لومړني معلومات دي کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

وایي زلزلې زیات زیان د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې اړولی دی.

د هرات د سیمه ییز روغتون چارواکو مخکې ازادي رېډیو ته ویلي وو، چې د زلزلې له امله دوی ته د یوې میرمنې او یوه ماشوم مړي وروړل شوي او تر اوسه 55 ټپيان ور رسېدلي دي.

رپوټونه وایي چې زلزله د ایران په شمال کې په مشهد ښار او همدارنګه د ترکمنستان په لوېدیځ کې هم محسوسه شوې ده.

د امریکې د جیولوجیکل سروې له مخې د زلزلې شدت 6.3 وو، چې وایي مرکز یې له هراته شمال ختیځ لور ته د 40 کیلومیټره په فاصله وو او ژورتیا یې په مځکه کې تر 10 کیلومیټره پورې وه.

تر دې وړاندې د جرمني د څېړنې مرکز جیوساینسز (جي ایف زیډ) د دې زلزلې شدت د ریکټر سکېل په کچه 6.2 ښوولی وو.

د دغو ولایتونو خلکو تایید کړې چې له زلزلې وروسته پرله پسې درې نور ټکانونه هم محسوس شوي چې شدت یې 5.5، 4.7 او 6.2 اټکل شوی دی.

د هرات د مرکزي‌ روغتون مشر ډاکټر شاهپور محب اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي،

"ټپیان په سرکاري او شخصي ایمبولنسونو کې د هرات روغتون ته راوړل شوي دي، د دوی د زخمونو لومړی او بنیادي علاج روان دی، دوی ته دارو درمل ورکړل شوي او مېډیکل کیټس هم په هسپتال کې شته، خو له بده مرغه تر اوسه لا هم ژوبل کسان له مرکز او شاوخوا ولسوالیو را روان دي".

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګان او عکسونو کې لیدل کېږي چې د هرات ښار ګڼ شمېر خلک تر زلزلې وروسته سړکونو ته راوتلي او په ویره کې دي.

د ځینو نړېدلیو کورونو عکسونه هم خپاره شوي او ویره څرګندېږي چې کېدای شي زلزلې له ښاري مرکزونو بهر خلکو ته د سر او مال زیان اړولی وي.

اې ایف پي‌ وایي‌ په هرات کې د دوی خبریال لیدلي چې خلک او دوکانداران تر لومړۍ زلزلې وروسته په منډه له ودانیو ووتل. خبري ایجنسۍ د خپل خبریال نوم نه دی یاد کړی خو وایي هغه ورته ویلي:

"خلک پرېشانه او په وېره کې دي. ښځې، نارينه او ماشومان، هر څوک له خپلو کورونو بهر دي، له زلزلې وروسته ټکانونه محسوس شوي، ځکه ټول خلک وېرېدلي او نه غواړي دننه لاړ شي".

د هرات یو اوسېدونکي 45 کلن بشیر احمد اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، دوی په خپلو دفترونو کې وو چې ناببره ودانۍ ولړزېده:

"د دېوال پلسترونه را تویېدل پیل شول او دېوالونو درزونه وکړل، ځینې دېوالونه او د ودانیو ځینې برخې ونړېدې. زه له خپلې کورنۍ سره رابطه نه شم کولای، د موبایل نیټورک بند کړل شوی دی، زه ډېر ووېرېدم، ډېره وېروونکې زلزله وه".

د تېر 2022م کال په جون میاشت کې هم د افغانستان په خوست او پکتیا ولایتونو کې زلزله راغلې وه، چې تر زرو زیات کسان پکې مړه شوي او تر درې زره زیات کسان پکې ټپیان شوي وو. د هغې زلزلې شدت 5.9 اټکل شوی وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG