لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ: افغانستان بنګله دېش ته د 157منډو اسان هدف ورکړی دی


د یو ورځني کرکټ د نړیوال کپ په دریمه سیالۍ کې دافغانستان لوبډله په 156 منډو سوځېدلې اؤ بنګله دېش ته یې د 157 منډو اسان هدف ورکړی دی.

د هند په هماچل پردېش کې د روانې دې سیالۍ پچه بنګله دیش وګټله اؤ افغانستان ته یې وړومبی د بیټنګ کولو بلنه ورکړه .

دافغانستان په لوبډله کې تر ټولو زیاتې منډې رحمان الله ګربز جوړې کړې دي چې شمیره یې 47 ده.

ابراهیم ځدران 22، رحمت شاہ او حشمت الله شهیدي 18،18 او عظمت الله عمرزي 22 منډې جوړې کړې دي.

همدا شان نجیب الله ځدران په 5 او محمد نبي په 6،راشد خان په 9 او مجیب الرحمان په یوه منډه سوځېدلی دی.

د افغانستان نوین الحق اؤ فضل فاروقي د یوې منډې په جوړولو هم نه دي توانېدلي.

دبنګله دیش کپتان شکیب الحسن اؤ مهدي حسن د افغانستان درې،درې لوبغاړي سوځولي اؤ شرف الاسلام دوه ،تسکین احمد اؤ مستقیظ الرحمان یوه، یوه ویکټه اخستې ده.

بنګله دیش پخپله پاڼۍ کې د 21 اوورونو لوبه کړې ده ، 95منډې یې جوړې کړې دي اؤ دوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG