د فلسطیني وسله والې ډلې حماس لخوا دشنبې یا خالي په ورځ په اسرایل د شوي یو ستر برید نه څو ساعته وروسته د دواړو خوا ترمنځ د شپې د ټوپکو جګړه پېل شوې ده.
حماس د غزه نه په اسرایل په رزګونو راکټونه داغلي وؤ اؤ د اسرایلي پوځیانو وګړو د وژلو اؤ تښتولو لپاره یې خپل وسله وال ورلېږلي وؤ.
دحماس د منظمه حمله د اسرایلي استخباراتو لپاره په بشپړ ډول حیرانوونکې وه.
د لسګونو فلسطیني عسکریت خوښو له لوري دغزه نه د ځمکې، سمندر اؤ د هوا له لارې په اسرایل شوؤ بریدونو کې 250 اسرایلیان وژل شوي اؤ تر 1000 زیات ژوبل شوي دي.
دحماس وسله والو ګڼ شمیر اسرایلي پوځیان اؤ وګړي نیولي اؤ دځان سره یې غزه ته وړي دي چې دا د اسرایل لپاره یوه حساسه ستونزه ده.
اسرایل هم په غزه هوایي بریدونه کړي چې له امله یې په غزه ښارک ې یو شمیر ودانۍ رانسکورې شوي اؤ دفلسطین د روغتیا محکمې چارواکي وایي چې د اسرایل بریدونو کې لږ تر لږه 200 فلسطینیان وژل شوي اؤ تر 1600 زیات نور ژوبل شوي دي.
د یادو بریدونو وروسته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتن یاهو خپلو هیوادوالو ته ویلي، اسرایل د حماس د وسله والو سره چې د غزه په پټۍ حکمراني کوي په جګړه کې دی. د اسرایلو وزیر اعظم په خپله وینا کې چې په ټیليویژنونو خپریدله وویل چې دا یو اپریشن یا عملیات نه دي بلکه بشپره جګړه ده.
د اسرایلو وزیر اعظم په خپله دې لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې حماس به هغه قیمت ادا کړي چې سوچ یې هم نه دی کړی. ښاغلي دې سره د خپل محفوظ ساتل شوي ریزرویسټو محافظینو د راغوښتلو امر هم وکړ.
همدغه راز یې خپل پوځ ته حکم ورکړی چې د حماس د وسله والو څخه دې هغه قصبې پاکې کړي په کوم کې چې هغوي د اسریلي پوځیانو سره په نښتو کې ښکیل دي.
هغه ویلي چې د اسرایل پوځ به په غزه کې په حماس د خپل ټول طاقت سره ځوابي برید کوي اؤ خپل غچ به اخلي.
"مونږ به هغوي خپل تریخ انجامه پورې وژنو اؤ ددې تورې ورځې بدله به په طاقت اخلو"
د امریکې صدر جوبایډن په اسرایل له شوي برید وروسته خپله یوه وینا کې اسرایل سره د واشنګټن دکوټلې ملاتړ خپله ژمنه بیا تازه کړې ده اؤ ویلي یې دي اسرایل سره د امنیت لپاره د امریکا ملاتړ "لکه کاڼی سخت او ټینګ" دی.
په منځني ختیځ کې په رامنځته شوي دې تاوجن وضعیت د غور کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن اتوار- یکشنبه خپله بېړنۍ غونډه رابللې ده.
جګړه دوامداره ده
د شپې د پېل کېدو سره سم اسرایلي پوځ ویلي چې دهغوي ځواکونه اسرایل کې په 22 مقاماتو نیغ په نېغه د ټوپکو په جګړه بوخت دي.
د پوځ ویاند رچرډ هیچټ ویلي "اوس هم 22 ځایونه داسې دي چرته یې مونږ دهغو ترهګرو سره په جګړه بوخت وؤ چې ترهګر ورته د سمندري، ځمکنۍ اؤ هوایي لارو راننوتلي وؤ "
دحماس د وسله والو لخوا دا منظم برید دشنبې په سهار شا وخوا شپږ نیمې بجې پېل شوی ؤ چې پکې په اسرایل په زرګونو راکټونه داغل شوي دي
د حماس وسله وال دځکمې د لارې په موټرو اؤ په سمندر کې د کشتیو له لارې د غزه د حفاظتي بندونو په ماتولو سره اسرایل ته ننوتلي وؤ اؤ د هغوي په کلیو اؤ پوځي څوکیو یې بریدونه کړي دي.
( د وي او ای انګلش په مننه)
Forum