لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل څنګه دوکه شو چې حماس پرې ويجاړوونکی برید پلان وکړو؟


د دوکې يا فرېب محتاط کمپاين په ډاډ تر لاسه کولو د فلسطين اسلامي ډلې حماس په اسرايل ويجاړوونکی برید پېل کړو، د منځني ختيځ طاقتوره پوځ ته یې د بلډوزرو، الوتکې، ګلايډرز او موټر سايکلو د لارې ځواک فعاله کړو.

د رويټرز ترمخه، د خالي- شنبې د ورځې د حماس په اسرايل بريد، د 1973 عرب پوځونو د جګړې وروسته د اسرايل د دفاع پرضد تر ټولو بده سرغړونه بلل کيږي، د حماس د دوه کلن تخریب وروسته، چې خپل پلانونه یې پټ او اسرايل یې قانع ساتلی چې جګړه نه غواړي.

حماس ته نزدې يوې سرچينې ویلي، اسرایل په دې باور وو چې د غزه کار کوونکو ته اقتصادي مراعات ورکول کيږي په کومو کې چې د جګړې ستړي حماس هم شامل وو، د دې ډلې جنګيالي روزل شوي کوم څه چې ښکاره ليدل کيږي.

د اسرايل د امنتیتي استخباراتو درېو سرچينو د شناخت نه ښکاره کولو په شرط د حماس د بریدونو په حواله د رويټرز سره تفصيلات شريک کړي دي.

حماس ته نزدې سرچينې ویلي، "حماس اسرايل ته دا تاثر ورکړی وو چې جګړې ته نه دی تیار". سرچینې د حماس پلان شوي بریدونه 50 کاله وړاندې د شام او مصر د هغو حېرانونکو بریدونو په څېر ياد کړل چې اسرايل یې د خپلې بقا جګړې ته مجبوره کړی وو.

سرچينې ویلي، حماس په تېرو څو میاشتو کې د اسرايلو ګمراهه کولو دپاره داسې استخباراتي حربه کارولې، د کوم نه چې عامو خلکو ته دا تاثر ورکړی شوی چې د اسرايل سره جګړې ته تيار نه دی خو په غټه کچه د عملياتو تياری یې کوله.

اسرايل مني چې د يهوديانو د سبت د ورځې او مذهبي رخصتي په مهال یې د بريد مخنيوی کړی وو.

د حماس جنګیالو په تازه بریدونو کې د اسرايل ښارګوټي په نخښه کړي 700 اسرايل یې وژلي او ګڼ یې يرغمال کړي دي. او د بريد وروسته په ځوابي عملياتو کې اسرايلو په غزه کې د 400 څخه زيات فلسطينیان وژلي دي.

د اسرايل د دفاعي ځواک ویاند مېجر نير دينار ويلي، "دا زمونږ دپاره د 9/11 پېښه ده. دوی مونږ حېرانه کړو دوی د هوا، ځمکې او سمندر نه په توندۍ راغله".

او په لبنان کې د حماس استازي اسامه حمدان رويټرز ته ویلي، دغه حمله څرګندوي چې د اسرایل د پوځي قوت او وړتيا باوجود فلسطينيان خپل هدف ته د رسېدو عزم لري.

حماس ته نزدې سرچينې وویل، حماس په غزه کې يو نقلي کېمپ جوړ کړی چرته چې به یې پوځي او د بريدونو روزنه کوله.

د سرچينې په خبره، اسرايل دوی ليدلي خو په دې يقين وو چې حماس جګړې ته لېوالتيا نه لري.

حماس هڅه کړې چې اسرایل قانع وساتي او ډاډ یې ترلاسه کړی چې په غزه کې کار کوونکي، د دوه ملينو څخه زیاتې ابادۍ په ځمکه، پولې ته نزدې دوی کارونو يا دندو ته رسايي لري او د جګړې په پېل کولو کې دلچسپي نه لري.

د سرچينې په خبره، حماس په يو داسې عکس جوړولو کې کامياب شو چې په اسرایل حملې ته تیار نه دی.

د حماس سره د کال 2021 د جګړې وروسته اسرایل په غزه کې د اقتصادي ثبات دپاره مراعات او د زرګونو په شمېره کې پرمټونه ورکړي چې د غزه کار کوونکي په اسرايل يا لويديځ کناره کې کارونه کولی شي. دوی ته به په غزه کې د کرکيلي يا خدماتو دپاره لس چنده زياته تنخا ترلاسه کېده.

د اسرايل د پوځ يو بل وياند ويلي، "مونږ په دې باور وو چې دوی کار له راځي او غزې ته پېسې راوړي چې ارامي جوړه وي خو مونږ غلط وو".

د اسرایل امنیتي سرچينې منلې، چې حماس د اسرايل امنيتي چارواکي دوکه کړي، "دوی زمونږ خیال دې لوري ته اړولی چې دوی پېسې غواړي، خو دوی هر وخت په تمرينونو يا مشقونو کې بوخت وو تر هغې چې پاڅون وکړي".

په تېرو دوو کلونو کې حماس د اسرايل پرضد د پوځي عملياتو ډډه کړې تر دې چې يوې بلې وسله والې ډلې اسلامک جهاد د راکټو بریدونه پېل کړي وو.

په حماس یې ځينې پلويان نيوکې کوي چې داسې تاثر یې ورکولو چې د جګړې نه بلکې اقتصادي اندېښنې یې درلودې.

د فلسطين د صدر محمود عباس د او د هغه د الفتح ډلې په کنټرول کې په لويديځه کناره کې به خلکو د حماس په خاموشۍ پورې ملنډې کولې، په جون 2022م کې الفتح د حماس په مشرانو تور لګولی وو چې عربو ته تښتېدلي د عېش و ارام ژوند کوي او خپل خلک یې په غزه کې په غريبۍ کې پرېښودي دي.

د اسرایل يوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، يو وخت اسرايل په دې خیال وو چې په غزه کې د تحریک مشر يحيا السينوار د يهوديانو د وژلو په ځای انتظاماتو سمبالولو کې بوخت دی، ځکه اسرايل د حماس نه توجه سعودي عرب سره اړیکو جوړولو پله واړوله.

سرچینې ویلي، د حماس ځينې مشران د روزنې په مهال په دې پلانونو نه وو خبر، او په حمله کې د 1000 پورې جنګيالو د تمرينونو سمه اندازه ورته نه وه.

د حماس په اسرايل حمله په څلورو برخو وېشل شوې، په زرګونو راکټې یې داغلي، الوتونکي ګلايډرز جنګيالي یې په ځمکه کوز شوي، دیوالونه یې مات کړي، خنډان یې په چاودنو لرې کړي او په موټر سايکلو ورغلي دي.

د اسرایل د وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د ملي امنیت يو پخواني سلاکار ريټايرډ جنرل ياکوف اېميډور د اتوار په ورځ خبريالانو ته ویلي، "په اسرايل د حماس حمله په جنوب کې استخباراتي نظام او پوځي الاتو غټه ناکامي ده".

نوموړی د کال 2011م د اپرېل نه تر نومبر 2013م پورې د ملي امنیت د کونسل مشر پاتې شوی، هغه ویلي، د اسرايل ځينې اتحاديانو ويلي، چې حماس ډېره زمه واري ترلاسه کړې، "مونږ په احمقانه ډول په دې يقين وکړو چې دا رښتیا وو خو مونږ غلطي وکړه مونږ به بيا دا غلطي نه کوو حماس به تباه کوو په قلاره خو ضرور به یې د مينځه لرې کوو".

[خبر د رويټرز په مننه]

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG