د فلسطين وسله والې ډلې حماس خبرداری ورکړی چې کله هم د اسرايل پوځ د غزه په پټۍ بې د کوم خبر ورکولو په ملکي وګړو بمباري کوي نو دوی به یې په بدل یا غچ کې يو يرغمل شوی اسرایلي وژني.
د قاسم بريګېډ وياند ابوعبېده د ګل/دوشنبې په شپه جاري کړي ويډيو بيان کې ویلي، دغه ګواښ یې د اسرايل لخوا په ابادۍ د سختې فضايي بمبارۍ په ځواب کې کړی دی.
هغه ویلي، "مونږ د دې لړۍ ختمولو پرېکړه کړې او اوس دا اعلان کوو که زمونږ د خلکو کورونه په هدف شو نو مونږ چې کوم عام وګړي يرغمل کړي دي ډېر په افسوس سره په هغو کې به يو وژنو".
او د اسرايل د بهرنيو چارو وزیر ايلي کوهن يرغمل شوو ته د تاوان اړولو ضد خبرداری ورکړی چې جنګي جرمونه به ونه بخښل شي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنياهو په ټيلي ويژن وينا کې ویلي، "مونږ په حماس اوس د حملو پېل کړی دی مونږ به چې په راتلونکو ورځو کې د خپل دښمن سره کوم ډول سلوک کوو نسلونه به یې ياد ساتي".
نېتنياهو د ګل/دوشنبې په ورځ قوم په وينا کې ویلي، چې اسرايل په حماس او لبنان کې د حزب الله پرضد د غټې حملې منصوبه بندي کړې ده.
د اسرايل وزيراعظم د اسرایل په پوزيشن ټينګار کړی چې په فوري توګه د قامي اتحاد حکومت جوړ کړي.
نېتن ياهو ویلي، "د حماس د حملې وروسته به د اسرایل ځواب منځنی ختيځ بدل کړي".
د حماس په بریدونو کې په اسرایل کې خواوشا 900 کسان وژل شوي دي، او په غزه کې د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په بمبارۍ کې د 680 نه زيات فلسطينيان وژل شوي او 3700 نه زيات ژوبل شوي دي.
د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې په ورځ د غزه د پټۍ ګېرولو حکم کړی او د 23 لکه خلکو خوراک، اوبه او تېلو رسايي ورته بنده کړې وه او د وسله والو د حملو په ځواب کې یې د حماس د ولقې لاندې سيمو کې پرله پسې فضايي حملې کړي دي.
د اسرايل پوځ ویلي، د حماس د حملو وروسته یې په جنوب کې زياتې علاقې بيرته نيولي چرته چې دوی د حماس سره جنګيږي.
[خبر د اې پي په مننه]
Forum