د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د اسریل او حماس په جګړه کې د عامو خلکو پر اغېزمنېدو اندېښنه ښکاره کړې او پر اسریل د بریدونو د سمدستي درېدو او د یرغل کساو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلی ګوتېریش وایي، د حماس د بریدونو په خلاف د اسرایلو قانوني امنیتي اندېښنې ورته معلومې دي، خو وایي پوځي عملیات باید د بشردوستۍ د قوانینو په چوکاټ کې وشي.
ښاغلي ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې خبریالانو ته وویل، په بریدونو کې باید ملکي وګړو ته درناوی وشي او و ژغورل شي او د عامو خلکو ودانۍ باید په نخښه نه شي:
"زه ننني اعلان سخت خفه کړی یم چې اسرایل به د غزې پټۍ په بشپړه توګه محاصره کړي، هیڅ شي ته به اجازه نه ورکوي، نه بجلۍ، نه خواړه او نه تېل، په غزه کې تر دې شخړو مخکې هم بشري حالت ډېر خراب وو، اوس به په تېزۍ سره نور خراب شي."
د ملګرو ملتونو مشر یو ځل بیا پر اسرایل د حماس بریدونه وغندل چې وایي تر اوسه پورې تر 800 زیات اسرایلیان پکې وژل شوي او تر 2,500 زیات ټپیان شوي دي.
تازه رپوټونه وایي د وژل شویو اسرایلیانو شمېر 900 او په غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر 600 ته رسېدلی دی، ښاغلي ګوتېریش هم وویل کېدای شي دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي ځکه چې وایي جګړه لا روانه ده او ډېر مړي او ټپیان نه دي شمېرل شوي.
انتونیو ګوتېریش وایي د فلسطین د خلکو قانوني شکایتونه مني خو وایي پر اسرایل د حماس ډلې "د ترهګرۍ کارونه" او د خلکو وژل، ټپي کول او تښتول جواز نه لري. هغه د دغو بریدونو د سمدستي درولو او د یرغمل کسانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه:
"د دغو بېساري بریدونو په تناظر کې، اسرایلي ځواکونو پر غزه هوایي بمبارۍ کړې دي، دغو رپوټونو ډېر اندېښمن کړی یم چې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر 500 زیات فلسطینیان وژل شوي او تر 3000 زیات ټپیان شوي دي، له بده مرغه دا شمېر په هر منټ کې زیاتېږي ځکه چې د اسرایلو عملیات روان دي".
انتونیو ګوتېریش وایي دوی تر له مخکې لا خبرونه رسېدلي چې اسرایلي میزایلو په غزا کې روغتیایي مرکزونه، د استوګنې څو منزله ودانۍ او یو جومات یې ویشتلي دي.
وایي د ملګرو ملتونو د مرستې او کار د ادارې (یو این آر ډبلیو اې) هغه دوه سکولونه یې هم په نخښه کړي دي چې د غزې بې ځایه شوې کورنۍ پکې اوسېدلې. وایي شاوخوا یو لک 37 زره کسان اوس په دغو پناه ځایونو کې اوسېږي او وایي شمېر یې په زیاتېدو دی ځکه چې هوایي بمبارۍ لا روانې دي:
"د طبي وسایلو، خوراکي موادو، تېلو او نورو بشري مرستو په ګډون زښته اړتیا ده چې انساني عملې ته رسایي ورکړل شي، غزې ته د ضروري شیانو او مرستو ننوتلو ته باید په اسانۍ اجازه ورکړل شي، ملګري ملتونه به د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو چمتو کولو ته دوام ورکړي".
د ملګرو ملتونو مشر د جګړې له ټولو اړخونو وغوښتل د دوی کارکوونکو ته دې اجازه ورکړل شي چې په غزه پټۍ کې بند پاته او بېوسه عامو فلسطيني وګړو ته بیړنۍ بشري مرستې ورسوي.
Forum