پاکستاني رسنۍ وایي دستمبر په میاشت کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کالني تجارت کې 43 فیصدي کمی راغلی دی .
د چهارشنبې یا شورو په ورځ د پاکستان جیو ټیليویژن پخپل رپورټ کې د سرچینو له خولې ویلي چې تېره میاشت په کالنیو بنیادونو د افغانستان لپاره د پاکستان برمدات 26 فیصدي په ښکته تللي دي.
رپورټ وایي د ستمبر په میاشت کې په میاشتنیو بنیادونو دافغانستان لپاره برامداتو کې 14 فیصدي کمی ریکارډ کړل شوی اؤ په ستمبر کې بیا دافغانستان نه کلیز برامدات 55 اؤ میاشتني درې فیصده کم شوې دي.
دغه رپورټ زیاتوي چې دپاکستان اؤ افغانستان تجارت تېره میاشت 12 کروړه اؤ 27 لکو ډالرو ته راښکته شوی اؤ په ستمبر کې افغانستان لپاره د پاکستان د برامداتو حجم 6 کروړه اؤ 57 ډالر پاتې شوی.
همدا شان تېره میاشت افغانستان نه درامدات 5 کروړه اؤ 69 لکه ډالر وؤ.
تېره ورځ څېړونکي او خبريال لحاظ علي ډیوه ته ویلي وؤ ، په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راپدېخوا د پاکستان د لارې د افغانستان په درامداتو کې دوه بيلين ډالر اضافه شوې او د کسټم چارواکو ترمخه ډير سامانونه افغانستان ته نه دي رسېدلي.
د پاکستان د تجارت محکمه وايي په 2021م مالي کال کې د ټزانزټ ټريډ حجم څلور اربه او 60 کروړه ډالره ؤ، او په 2022-23مالي کال کې دا حجم 6 اربه او 70کروړه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی .
د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس شريک مشر خان جان الکوزی وايي که پاکستان افغانستان ته په ټرانزټ ټريډ ټېکس ولګوي، او يا بنديزونه ولګوي نو دا به د دواړو هېوادونو د پاره زيان وي.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلي الکوزي وویل "پاکستان د افغانستان سره دا معاهده لري، د دنيا په يو هېواد کې هم د داسې معاهدو په ترڅ کې بل هېواد ته وړونکي سامان باندې ټېکس نه اخستل کيږي، دا به د پاکستان د پاره هم ډير د زيان سوب وګرځي او د منځنۍ اسيا سره به يې تجارت اغېزمن کړي ".
څېړونکي وايي افغانستان ته د تجارتي سامانونو په وړلو د بنديز په ځای دې پاکستان د خپل ټېکس راټولولو نظام پياوړی کړي او د قاچاق د لارو مخه دې ونيول شي چې ورسره افغانستان او مينځنۍ اسيا سره تجارت زيات او روان پاتې شي۔
Forum