لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د حماس تر برید وروسته حالاتو کتلو او د امریکې د ملاتړ لپاره اسرایل ته ځي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د اکتوبر له 11 تر 13 اسرایل او اردن ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو له اعلی چارواکو سره به ویني او د حماس په بریدونو کې د وژل شویو خلکو په اړه به ورته د امریکې خواخوږي او ملاتړ وړاندې کوي.

خارجه وزارت پرون په خپل بیان کې ویلي، ښاغلی بلینکن به په اسرایل کې د حماس بریدونه مخامخ په کلکه وغندي او یو ځل بیا به د اسرایل له خلکو او حکومت سره د امریکې پر یووالي ټینګار وکړي:

"هغه به د اسرایلو د امنیت د ټینګښت پر اقداماتو هم خبرې وکړي او دا چې اسرایل د خپلې دفاع حق لري په دې اړه به هم ورته د امریکې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر د نهې- سه شنبې په ماښام خبري غونډې ته وویل، دفتر یې په اسرایل کې د وژل شویو 14 امریکایي وګړو له کورنیو سره د کونسلي مرستو په برخه کې هر ډول همکاري کوي.

مېتیو میلر وویل اینټني بلینکن غواړي له اسرایلي مشرانو هلته د حالاتو په اړه واوري او دا چې څنګه امریکا کولای شي د هغو "ترهګرو" خلاف په جګړه کې د دوی ښه ملاتړ ته دوام ورکړي چې پر اسرایل یې "وحشتناک بریدونه" وکړل:

"له اسرایل سره زموږ ملاتړ نه خوځېدونکی دی، سیکرټري [بلینکن] به د اسرایلي حکومت له مشرانو سره ویني او هغو خبرو ته به دوام ورکوي چې دی او صدر [بایډن] یې د خالي- شنبې له لومړنیو بریدونو راهیسې له هغوی سره کوي". خپله اینټني بلینک هم په دې اړه پر ایکس پوسټ کړی دی.

حماس ډلې دعوه کړې چې دوی د اسرایلو له غاړې 150 کسان یرغمل نیولي دي، چې امریکایي چارواکي‌ امکان څرګندوي کېدای شي‌ امریکایان هم پکې وي. حماس ډلې ویلي وو که اسرایل پر غزه تر بریدونو مخکې خبرداری ور نه کړي، نو دغه یرغمل کسان به یو په یو و وژني.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، د اینټني بلینکن زیات پام دې ته دی چې څنګه په غزه کې یرغل شوي کسان را خوشي کړای شي، وایي دا موضوع د امریکې لپاره زیاته حساسه او سنجیده ده:

"یو شمېر هېوادونه دي چې کولای شي حماس ته پیغامونه ورسوي او موږ دغو ملکونو ته سپینه خبره کړې ده چې دوی باید پر حماس ټینګار وکړي چې سمدستي دغه یرغمل کړي کسان خوشي‌ کړي".

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن خبریالانو ته ویلي، د امریکې د ځانګړو ځواکونو یوه وړه ډله د اسرایل له پوځ سره سره کار کوي چې د حماس ډلې خلاف د اسرایل د جوابي عملیاتو په پلانولو او استخباراتو کې ورسره مرسته وکړي.

لویډ آسټن وایي، "موږ دا وړتیا هم لرو چې په بیړنۍ توګه په سیمه کې نور وسایل ځای پر ځای کړو".

د حماس په بریدونو کې په وژل شویو بهرنیانو کې د امریکایانو په ګډون د نورو هېوادونو خلک هم شامل دي، چې تر د نهې- سه شنبې تر ورځې پورې پکې د اسټرېلیا، برازیل او فیلیپین د خلکو وژل تایید شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر یو ځل بیا وویل، داسې معلومات یې نه دي تر لاسه کړي چې ګوندې ایران دې د حماس په بریدونو کې مخامخ لاس لرلی وي‌ او یا دې یې پلان کړي وي.

ښاغلی مېتیو وایي کېدای شي ایران په دې خبر وو چې حماس پر اسرایل بریدونه پلانوي، خو وایي شاید دا اندازه ورته نه وه چې څه وخت او څه ډول برید به کوي. وایي ایران اوږده موده له حماس سره د موادو او مالي مرسته کړې ده، خو د دې تازه بریدونو تر شا د لاس لرلو په اړه یې څه نه دي لیدلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG