لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عرب ليګ بېړنۍ غونډه کې د غزې ناکه بندي غندل شوې


د عرب ليګ د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د اسرايل او حماس په روانه جګړه په قاهره کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ بېړنۍ غونډه شوې، د اسرایل لخوا د غزې ناکه بندي یې غندلې او ګېرو شوو خلکو ته یې د سمدستي مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

په اووم اکتوبر حماس په اسرايل بريد کړی او په ځواب کې بیا اسرايل د غزه د پټۍ ناکه بندي کړې هلته یې خوراک، بجلي او نور ضروري څيزونه بند کړي دي.

د برید وروسته په حماس د اسرايل بمباري دوام لري.

د رپوټونو ترمخه د پينځمې ورځې په بمبارۍ کې د غزې پټۍ يواځينی پاور پلانټ يا د بجلۍ پلانټ هم بند شوی دی.

د رويټرز ترمخه د چهارشنبې په ورځ قاهره کې د عرب ليګ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په اسرايل ټينګار شوی چې غزه ته د بجلۍ او اوبو بندولو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

د رپوټونو ترمخه په غزه د اسرايل د پينځو ورځو په بمبارۍ کې ياده سيمه تباه کړی شوې ده.

د غزه حکومت ويلي، په فضايي بمبارۍ کې د اوسېدو علاقې، جوماتونه او فېکټريانې په نخښه کړی شوي دي.

په غزه کې د اېمرجنسي روم ډاکټر محمد غنيم ويلي، د غزه روغتونونه د ناروغانو ډک پراته دي د دوی سره د اکسيجن ګېس او درملو رسايي کميږي.

اسرايل ویلي، د خالي د ورځې د حماس په بريدونو کې د 1200 پورې کسان وژل شوي دي او په غزه کې چارواکو ويلي، د اسرایل په بريدونو کې د 1000 نه زيات کسان وژل شوي دي.

د غزه په 40 کلوميټره پټۍ کې د 23 لکه نه زيات خلک اباد دي او دا په يو ځای ګڼه ابادي ده.

[د خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي]

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG