لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې دمحاصرې پرضد پاکستان کې احتجاجي مظاهرې، نړۍ نه اوربند لپاره د کردار ادا کولو غوښتنه شوې


د جمعې په ورځ په پاکستان کې د اسرايل او حماس ترمينځ په روانه جګړه په ګرد هېواد کې احتجاجي مظاهرې شوې دي اؤ مظاهره چیانو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې د اسرایل اؤ د حماس ترمنځ د روانې جګړې په درولو کې خپل کردار ولوبوي.

د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو د احتجاج په وخت د اسرایل اؤ حماس د جګړې په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو په غېر واضحه دريځ ټکونه کړي او ويلي یې دي دا کومه مذهبي جګره نه ده بلکې د فلسطينيانو په خاوره د اسراییلي قبضې په ضد مبارزه ده او بايد پاکستان په دې جګړه کې ښکاره موقف خپل کړي.

د اسلام اباد احتجاجي مظاهرې ته ورغلي پاکستان پخواني سفیر اؤ لیکوال اشرف جهانګیر قاضي وي ای ای ډیوه ته ویلي ،ډيره د افسوس خبره ده چې نړۍ او په خصوصي توګه لویدیځ هيوادونه ظلم کوونکي د مظلومانو په توګه يادوي او په چا چې ظلم کيږي هغه دهشت ګرد ګڼي.

پاکستان کې مذهبي ګوندونو هم يو ځل بيا د فلسطين او اسرائيل تر مينځ په سيوا شوې شخړه د ملک بیلابیلو برخو کې احتجاجي مظاهرې کړي، اؤ په غزه د اسرایل روان بریدونه یې په کلکه غندلي دي.

د پاکستان مذهبي ګوندونه دریځ لري چې اسرایل په فلسطین کې د مسلمانانو سره زیاتی کوي.

په پاکستان کې د مدني ټولنې فعالان وايي چې له دواړو خواؤ دبشري حقونو سرغړونې رواني دی، په جنګ کې بې ګناه خلک وژل کېږي.

په اسلام اباد کې دمدنې ټولنې لخوا د راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې یوه ګډون واله طاهره عبدالله ډيوه ته وایي "موږ د انسانيت په خاطر دلته راوتلي يو او د فلسطين او اسرايل تر مينځ روان جنګ د مذهبونو تر مينځ جګره نه ګڼو او نه دا چې دا جګړه په جهاد کې بدله کړو"

د پاکستان حکومت يو ځل بيا د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د اسرايل او فلسطين تر مينځ ډز بندې لپاره دې هڅې وکړي او دغه ستونزه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق هواره کړی شي.

کار پوهان وایي د اسرایل اؤ حماس د جګړې په اړوند پاکستاني مطبوعات هم وخت په وخت داسې مواد خپروي چې ټولنه کې د نورې غصې سوب جوړیږي.

په احتجاج مظاهره کې شریک تولنیز فعال سليم شاه وایي، دده په اند د فلسطين او د اسرايل تر مينځ شخړه د دوو قامونو تر مينځ ستونزه ده او دا د مذهب سره هیڅ تړاو نه لري.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل فلسطينيان يو مظلوم قام دی او د کال1948م نه په يو عذاب کې ګير دي .

په احتجاج کې برخه لرونکې مدني فعاله سیده یاسمین وایي د نړۍ نه غوښتنه کوي چې هغوي دې د انسانيت په خاطر دا جنګ بند کړي او د مسلمان هيوادونو څخه هم غواړي چې هغوي دې په شريکه د اسرايل د ترهګرۍ خلاف لکه د ډهال ودريږي.

څېړونکې وايي د اسرايل سره د تعلقاتو نه لرلو په وجه پاکستان کې د اسرایل پرضد روان احتجاجونه په اسرايل فشار نه شي اچولی البته دا به د پاکستان ځپلی اقتصاد نور هم زيانمن کړی.

د اسرایل د پوځ ترمخه د حماس په بریدونو کې د اسرایل د 222 پوځیانو په ګډون 1300 کسان وژل شوي.

د فلسطین د صحت وزارت هم وايي، په غزه د اسرایل په هوايي بریدونو کې د 1350 نه زیات فلسطینیان وژلی شوي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG