واشنگټن (وي او ای) —
د اردن وزير خارجه ايمن صفادي هم په يو خبري کانفرنس کې ټينګار کړی چې هېواد به يې فلسطينيانو ته اردن ته د ورتلو اجازه ورنکړي. هغه ويلي “بادشاه دويم عبدالله ويلي فلسطينيان وتلو ته اړکول سره کرښه ده چې هغه به يې اجازه ورنکړي”.
Get Outlook for iOS
واشنګټن (وي او ای)- څنګه چې امکان دی مصر ته به ډېر فلسطينيان کډوال واوړي چې اسرايلي ورته د غربي پټۍ نه د وتلو اعلان کړی، د مصر صدر عبدل فتاح السيسي د خپل هېواد زوړ دريځ بيا تکرار کړی چې فلسطينيان به په سناء کې اوسېدو ته نه پرېږدي.
د خبرونو تر مخه مصر او اسرايل د خالي، شنبې په ورځ متفق شوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د رفاع پوله به د هغه امريکايي وګړو د وتلو د پاره پرانيزي چې د حماس د ولقې لاندې سيمه کې اينښتي دي.
خو د غزه د نورو وګړو په حقله بله کومه موافقنامه نه ده شوې چې د اسرايل د پوځي عملياتو له کبله مصر ته واوړي.
السيسي د زيارت په ورځ په دې زور ورکړی و فلسطينيان دې د وتلو د په ځای په پاتې کېدو ټينګار وکړي.
هغه وايي د فلسطينيانو مقصد ټولو عربو ته يو شان ګران دی او بايد فلسطينيان په خپله خاوره کلک پاتې شي.
د دې اوونۍ په سر کې د اسرايل پوځي کمانډر کرنل رچرډ هېچ په فلسطينيانو غږ کړی و چې د غزه نه اوځي او مصر ته واوړي. د اسريل پوځي ځواک له دې وروستو يو بيان خور کړو چې داسې کوم سرکاري امر نشته چې د غزه اوسېدونکو ته پکې مصر ته د اوړېدو ويلي شوي وي.
د مصر د ايوان غړي مصطفا بکري د سعودي عرب سرکاري ټيلي ويژن العربيه ته د خالي په ورځ ويلي اسرايل او نړيوالو ډلو ته خبرداری دی چې په سناء کې به د فلسطينيانو د بيا ابادولو کلک مخالفت کوي.
هغه دعوه کړې دا د څو لسيزو د پلان برخه ده چې فلسطينيان په سناء کې اباد کړي او د مصر زمکه د فلسطين هېواد وګرځوي.
خطب ابوضياب چې د پيرس په پوهنتون کې سياسيات ښيي وي او ای ته ويلي دا د پخواني مصري ولسمشر حسني مبارک دعوه ده چې اسرايل داسې پلان لري فلسطينيان بيرته په سناء کې اباد کړي او د مصر د نزدې 170 بيلين ډالر د پور څه برخه په بدل کې پرې کړي.
سيد صادق چې په ايجيپټ-جاپان پوهنتون کې د امنيت د مضمون درس ورکوي وايي “مصر نه غواړي چې په ګڼ شمېر کې فلسطينيان په سناء کې دېره کړي ځکه کچرې دوی د مصر د خاورې نه په اسرايل ډزې پيل کړي نو دا به د سيلګرۍ د دغې مهم ځای د پاره ستونزه جوړه شي”.
صادق وايي د ډېرو فلسطينيانو په مصر کې مېشت کېدل به د دواړو ولسونو تر منځ يوه بله شخړه جوړه کړي ځکه مصريان د اسرايل سره امن غواړي او فلسطينيان غواړي د يهودي رياست په ضد وجنګيږي.
مصري ميډيا رپورټ کړي تېرو ورځو کې د اسرايل جنګي الوتکو د مصر او غزه په پوله رفاع کې خال خال بمباري کړې چې له کبله يې ټريفېک ودرېدلی و.
مصر د نورو هېوادونو نه هيله کړې که غواړي غزه ته بشري مرستې ورکړي نو د الهارېش هوايي ميدان د لارې دې ووړل شي چې د پولې خلاصېدو نه وروستو په ټرکونو کې ورسول شي.
په کال 2008 کې د اسرايلي پوځي عملياتو په ترڅ کې فلسطينيانو د مصر او غزه ترمنځ د پولې شپول په بلډوزرو لرې کړی و چې په سلګونو فلسطينيان توانېدلي وو سناء ته واوړي. د پولې ماتولو په مصر کې انديښنه پيدا کړه چې ګني د غزه فلسطينيان به غواړي د مصر خاوره په خپله ولقه کې وساتي.
يو شمېر عرب مشرانو فلسطينيانو ته ويلي چې د غزه نه دې نه اوځي او د فلسطين په موجوده سرښار رمله کې د فلسطين وزير اعظم محمد شتايح په يو خبري کانفرنس کې د حماس په ولقه کې د غزه په اوسېدونکو غږ کړی د خپلې ساحې نه دې نه اوځي.
Forum