د امریکې صدر جوبايډن ويلي، که اسرايل يو ځل بيا په غزه قبضه کوي دا به غلطي وي. نوموړي دغه خبره د امریکايي [سي بي اېس خبري ادارې] سره په مرکه کې کړې ده.
د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه، صدر بايډن ویلي، دا کتل دي چې په غزه کې څه روان دي. نوموړي زياته کړې، حماس او توندلاري یې د غزې د ټولو خلکو استازيتوب نه کوي.
نوموړي ويلي، ځکه دا به د اسرايل غلطي وي چې په غزه بيا قبضه کوي.
د اسرايل پوځ د غزې نه په کال 2005 کې وتلی وو، له دغې وروسته په بل کال شوو انتخاباتو کې حماس کاميابي ترلاسه کړې وه.
صدر بايدن ویلي، د توندلارو پرضد کارروايي مهم اقدام دی.
جوبايډن ويلي، تمه لري چې اسرايل به په جګړه کې قوانين په نظر کې ساتي.
هغه ویلي، اسرايل د يوې داسې ډله سره مقابله کوي چې په ظلم کې ککړه ده. نوموړي په اسرايل د حماس حملې ته په اشارې سره ویلي دا داسې ده لکه په هولوکاسټ کې چې څه شوي وو.
هغه د غزې وسله والې ډلې په حواله ویلي دا داسې ويرېدونکې ډله ده چې د بې ګناه وګړو په شا پټېږي.
هغه ويلي، حماس په غزه کې په داسې ځايونو کې مرکزونه جوړ کړي چرته چې عام وګړي اوسيږي. د صدر بايډن په وينا اسرايل د خپل وس ترمخه هغه ټول اقدامات کوي د کوم لاندې چې عام وګړي نه وژل کيږي.
د رپوټونو ترمخه د حماس ډلې د اووم اکتوبر په بريدونو کې د 150 پورې اسرايل يرغمل کړي په کومو کې چې څو امریکايي وګړي هم شامل دي.
صدر بايډن ويلي، د خپلو وګړو د راخلاصولو دپاره به ټول ګامونه پورته کوي.
په اسرايل د حماس د اووم اکتوبر په بريدونو کې خواوشا 1300 پورې اسرايليان وژل شوي دي.
اسرايل د حماس د حملو وروسته د غزې پټه محاصره کړې او د تېرې اوونۍ راهسې پرې بمباري کوي، اسرايل دعوه کوي چې د حماس مرکزونه په نخښه کوي او تراوسه په دغو حملو او بمبارۍ کې د 2670 نه زيات کسان وژل شوي دي.
صدر بايډن ويلي، په دې جګړه کې د ايران د ککړتيا کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.
خو ویلي یې دي ايران د حماس او لبنان د وسله والې ډلې حزب الله پرله پسې ملاتړ کوي خو تراوسه شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ايران په دې اوسنيو حملو کې مرستې کړي دي.
د رپوټونو ترمخه د ايران لوړ پوړو چارواکو په قطر کې د حماس د مشرانو سره ليدلي خو تهران په اسرايل د حماس په حملو کې د ککړتيا يا په دغه حواله د وړاندې نه د معلوماتو لرل رد کړی وو.
Forum