لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغانانو د ډلیز ویستلو بهیر ودروي


واشنګټن – د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، پاکستان باید ژر تر ژره افغانستان ته د ۱.۴ میلیونو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودروي.

د پاکستان حکومت چې په میلیونونو افغانانو ته یې د لسیزو راهیسې ځای ورکړی و په دې وروستیو کې اعلان کړی ټول بې اسناده بهرنیان باید د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده څخه ووځي او که نه نو خپلو هېوادونو ته به ولېږل شي.

له دغو پلانونو سره به په ځانګړي ډول تر ۱.۴میلیونو زیات هغه افغانان اغېزمن شي چې زیاتره یې په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله پاکستان ته تښتېدلي او هلته خوندیتوب او پناه غواړي.

د ملګروملتونو لخوا په دې اړه په یو خپور کړي راپور کې راغلي دي، د دوی کارپوهان وېره لري چې افغانستان ته د افغانانو له بېرته ستنېدو سره چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، اکثره به یې د بشري حقونو له تېریو او نورو ځورونو په ګډون له نه رغېدونکي زیان سره مخ شي.

د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي، "مونږ له پاکستانه غواړو چې د جبري ستنېدو دغه مطلق د سپکاوي وړ پلان دې ودروي او د جبري ستنېدو او ډلیزو ویستلو مخنیوی دې وکړي."

دوی ویلي، "په داخلي توګه دغلته د پناه غوښتنې د قوانینو او تګلارو نه شتون د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو لاندې د دوی مسولیتونه نه لېرې کوي."

د نه جبر خبره د ظلم او شکنجې پرضد کنوېنشن کې په څرګنده راغلې، دغه ډول د غیر انساني او د سپکاوي د چلند او شکنجې خبره هم ده چې پاکستان غړی هېواد دی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د ملګروملتونو کارپوهانو دا غوښتنه چې واک ته د طالبانو له راتلو وروسته پاکستان دې د افغانانو بېرته ستنېدنه ودروي په هغه لیک کې هم شوې وه چې د ۲۰۲۱کال د ډیسمبر په ۲۳ نېټه استول شوی و.

د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي،

"مونږ همدارنګه د هغو راپورونو په اړه اندېښمن یو چې په پاکستان کې اوسېدونکي افغانان نیول کېږي او په ځانګړې ډول د بيرته لېږلږ د پلان د اعلان وروسته ورسره د پاکستان لخوا ناوړه چلند کېږي."

د ملګروملتونو په راپور کې په ځانګړي ډول ویل شوي چې "هغو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې خوندیتوب ته اړتیا لري، لکه افغان مېرمنې، جونې، زاړه خلک، د پخواني افغان حکومت چارواکو، امنیتي کسانو او د بشري حقونو او نورو مدني ټولنې فعالانو او همدارنګه د رسنیو کارکونکو ته څوک چې د طالبانو له شکنجو او ناسم چلند څخه وېرېږي هغه که د جنسیت، مذهب او یا نژادي بنسټونو له پلوه وي. دوی ته باید ځانګړی پام وشي."

د ملګروملتونو په راپور کې زیاته شوې، چې پوهان یې له پاکستان څخه غواړي د ملګروملتونو له اړوندو ادارو سره دې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د هغو خلکو خوندیتوب دې باوري کړي چې په دغه هېواد کې خپل خوندیتوب غواړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG