لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران عدالت د مهسا امیني د کورنۍ وکیل ته د یو کال قید اورولی دی


صالح نېک بخت باندې هغه وخت فرد جرم ولګول شو چې د د استخباراتو وزارت د هغه پر ضد  شکایت وکړو کله چې هغه له مېډیا سره په مرکو کې د امیني د قضیې په اړه خبرې وکړې
صالح نېک بخت باندې هغه وخت فرد جرم ولګول شو چې د د استخباراتو وزارت د هغه پر ضد  شکایت وکړو کله چې هغه له مېډیا سره په مرکو کې د امیني د قضیې په اړه خبرې وکړې

تېرکال د پولیس په حراست کې مړې شوې د ۲۲ کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د کورنۍ وکالت کوونکی وکیل "د رجیم یا حکومت پر ضد د پروپاګند ترسره کولو" په تور د ایران یو عدالت د یو کال قید اورولی دی.

صالح نېک بخت باندې هغه وخت فرد جرم ولګول شو چې د د استخباراتو وزارت د هغه پر ضد شکایت وکړو کله چې هغه له مېډیا سره په مرکو کې د امیني د قضیې په اړه خبرې وکړې. وي او اې ته د لیږل شوي رپورټونو د مخې ښاغلي نیک بخت ته د نهې سه شنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د عدالت لخوا سزا اورول شوې ده.

د امیني مرګ د څو میاشتو دپاره د حکومت ضد احتجاجونو مهسا امیني له مړینې وروسته راپارولی وو. ایراني پولیسو ویلي وو چې اغلې امیني د پولیسو د حراست پر وخت د زړه حمله پرې شوې وه، خو کورنۍ یې دا دغه دعوی ردوي. ایراني چارواکو د هغې د مړینې د څېړلو دپاره د خپلواکو ډاکټرانو د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه رد کړې ده.

نېک بخت بیا د امیني د مړینې د علت د بیا ارزونې غوښتنه کړې وه چې "په هېواد کې د 12 معتبرو ډاکټرانو کې پېنځه " وکړي چې څنګه د هغې د کورنۍ لخوا وړاندیز شوی دی.

د نېک بخت وکیل علي رضايي ټینګار کوي چې د هغه د مؤکل څرګندونې د هغه "د وکیل په حېث قانوني ذمه واریو" پورې تړلې وې او دا چې هغه هیڅ غلط کار نه دی کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG