د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ د چین پلازمینه بیجنګ کې د روس د صدر ولادیمیر بیوټن سره لېدنه کړې ده اؤ ورسره یې په مهمو چارو خبرې کړې دي.
دا لېدنه وروسته له هغې شوې ده چې په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلي دي چې ګنې آی ایم اېف نه د قرضې په بدل کې پاکستان روسیې سره دجګړې لپاره په اوکراین راکټونه اؤ نورې وسلې پلورلې دي خو پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.
دپاکستان دحکومت له لوري یو سرکاري بیان کې ویل شوي په بیجنګ کې ترسره شوې دغه لیدنه کې وزیراعظم کاکړ ویلي پاکستان د دفاع،د خفیه معلوماتو د تبادلې اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په ګډون بیلابیلو څانکو کې روس سره د اړیکو پراخولو ارزومند دی.
نګران وزیر اعظم ویلي چې روس اؤ پاکستان په ځانګړي ډول دترهګرۍ په ستونزه یو شان دریځ لري.
په لېدنه کې د روس صدر ولادیمیر پیوټن ویلي د اقتصادي پرمختیا لپاره ثبات ضروري دی اؤ د دواړو ملکونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ پریمانه امکانات موجود دي.
د روس صدر د دوه اړخېزه مرستو پراخولو لپاره په اضافي اقداماتو ټینګار هم کړی دی.
د روسې سره په تېرو وختونو کې دپاکستان اړېکې خرابې پاتې شوې وې خو په دې وروستیو کې دواړه هیوادونه یو ځل بیا په بیلابیلو څانګو کې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي اؤ دپاکستان تېر حکومت د روسیې نه په ارزانو نرخونو تیل هم هیواد ته راغوښتي وو.
سږ کال د اپریل په میاشت کې برتانوي خبري شبکې بي بي سي د اوکراین دپوځ د17م ټینک بټالین یا قطعې د کمانډر ولودیمیر له خولې دعوه کړې وه چې اوکراین ته دپاکستان ،رومانیه اؤ چیک لخوا راکټونه ورکړل کیږي خو ددې سره سم هغه تور لګولی ؤ چې پاکستان کوم راکټونه ورکړي دي هغه بې کفایته دي.
د اوکرایني پوځ دکمانډر له دې دعوې وروسته په نړیواله کچه دا بحثونه راپورته شوي وؤ چې ایا پاکستان اوکراین کې د روس پرضد په جګړه بوختو پوځیانو ته وسلې ورکوي اؤ که نه ؟
دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي وؤ پاکستان د اوکراین اؤ روس ترمنځ شخړه کې بې پلوه دی اؤ هیڅ یوې ډلې ته یې وسلې اؤ مهمات نه دي ورکړي.
دهغې وینا وه "خو مونږ ته په دې پوهیدل پکار دي چې په تېرو وختونو کې اوکراین سره دپاکستان پیاوړې دفاعي اړېکې پاتې شوې دي"
تر دې وړاندې هم دپاکستان لخوا اوکراین ته د وسلو ورکولو دعوې څو کرته مخې ته راغلې دي خو تر اوسه د اوکراین حکومت یا کستان ددې دعوؤ پخلی په رسمي ډول نه دی کړی.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بیجنګ کې د بیلټ اینډ روډ فورم په روانه دریمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین په سفر دی اؤ په دغه غونډه کې د 130 هیوادونو استازي برخه لري.
روسي صدر سره لېدنه کې انوار الحق کاکړ دافغانستان په اړه هم خبرې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې د سولې اؤ ثبات لپاره دوه اړخیزه همکارۍ بې کچه ارزښت لري.
هغه ویلي چې پاکستان د انرژۍ په څانګه کې د روسي پانګه والو هرکلي ته منتظر دی.
Forum