لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې د پوليو تښتول شوو کار کوونکو کې دوه راخوشي کړی شوي


د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعې پوليسو ویلي، د پوليو تښتول شوو کارکوونکو کې یې ښځينه غړې او ډرايور راخوشي کړي او د نورو دوو د راخوشي کولو دپاره د لټون عمليات روان دي.

د ټانک ضلعې پوليسو پرون ويلي وو، د ښځينه کارکوونکې په ګډون د پوليو درې چارواکي او ډرايور یې نامعلومو کسانو تښتولي، د لټون دپاره یې عملیات پېل کړی شوي وو.

د ټانک ضلعې پولیس ويلي وو د پوليو د څارنې ټيم د ټانک کړي عمر خان علاقې ته په لار وو، نامعلومو کسانو تښتولی وو.

د پوليس ترمخه په تښتول شوو کې ښځينه کار کوونکې شايله نور، ذوالفقار، محمد شعېب او ډرايور وحيد شامل وو.

ډي پي او ويلي وو، ټیم د امنيتي ساتونکو بغېر لرې علاقې ته تللی وو.

نوموړي ویلي، د کار کوونکو معلومولو دپاره د لټون عملیات پېل کړی شوي، او تېر ماښام بيا پوليس دعوه کړې، ښځينه غړې شايله نور او ډرايور وحيد په حفاظت سره راخوشي کړی شوي دي.

پولیس چارواکو ويلي د نورو تښتول شوو کسانو د راخوشي کولو هڅې روانې دي.

په سمدستي ډول د پولیو کار کوونکو تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.

ځايي چارواکو ویلي، په تښتول شوو کسانو کې دوه، چې تراوسه نه دی خوشي کړل شوي، يو په ګومل پوهنتون کې د قانون زده کوونکی ذوالفقار او بل شعېب د ګومل پوهنتون د ټانک کېمپس د زوالوجي زده کوونکی دی.

پوليس چارواکي وايي زر به نور تښتول شوي کسان هم راخوشي کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG